فيض اباد (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په کشم ولسوالۍ کې يې هغه پلار نيولى چې له دوو مياشتو راهيسې يې پر خپله ١٣ کلنه لور جنسي تېرى کاوه.
د بدخشان امنيتې قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سيد مهر الدين انوري وويل چې د کشم ولسوالۍ د سراى ها کلي اوسېدونکي محمد اسماعيل له دوو مياشتو راهيسې پر دغه نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.
سرچينې زياته کړه چې يادې نجلۍ پرون د کشم ولسوالۍ پوليسو ته مراجعه کړې او له خپل پلار يې شکايت کړى چې ددې شکايت پر بنسټ د نجلۍ پلار د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى او تر توقيف لاندې دى.
نوموړي وويل چې د قضيې په اړه د پوليسو څېړنې روانې دي، شکمن کس محمد اسماعيل له دې وړاندې د يادې نجلۍ مور طلاقه کړې او د کورني تاوتريخوالي له امله يې دې کار ته مخه کړې ده.
په بدخشان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر مشرې عارفې نويد وويل:((ددې پېښې قرباني پوليسو ته له شکايت وروسته بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوې ده، موږ ددې نجلۍ د ژوند په اړه اندېښنه لرو چې هسې نه ووژل شي.))
هغې زياته کړه، ټاکل شوې چې د بشري حقونو يوه ډله کشم ولسوالۍ ته واستول شي، څو د قضيې په اړه هر اړخيزه څېړنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن