جلال اباد (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٦) : په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې اته تنه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.
د سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر لخوا دليندۍ په ٩ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ دننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر يوه پټنځاى هوايي بريد کړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې په دې هوايي بريد کې اته تنه پاکستاني وسله وال چې د پنجاب اوسېدونکي وو، وژل شوي دي.
قول اردو ويلي، چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن