کندهار (پژواک، ۹ لیندۍ ۹۶): ټاکل شوې وه ، چې د هېواد د یو شمېر ګوندونو د استازو، د ولسي جرګې د وکیلانو او د پخوانیو تنظیمونو د غړو په ګډون په کندهار کې يوه غونډه جوړه شي، خو د ناڅرګندو دلايلو له مخې ځنډلې ده. .
په ښکاره د دغې غونډې د جوړېدو موخه له احتمالي بحران څخه د افغانستان وتل او شفافو ټاکنو ته لار هوارول بلل شوي دي.
تر دې مهاله د دغې غونډې په اړه ګډونوال او کوربانه په رسمي توګه له رسنیو سره خبرې نه کوي.
د باوري سرچینو په حواله، ټاکل شوې وه دغه غونډه نن پنجشنبه پیل او تر راتلونکو دریو ورځو دوام وکړي.
خو داسې ښکاري چې دغه غونډه سمدستي د ناڅرګندو دلایلو له مخې ځنډېدلې ده.
يوې باوري سرچینې د ليندۍ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر دې مهاله کندهار ته یو شمېر مشراناو د ولسي جرګې غړي لکه ظاهر قدیر، رحمت الله نبیل اور نور را رسېدلي خو یو شمېر مشهورې څېرې چې د راتلو خبرونه یې خپاره شوي وو، نه دي راغلي.
دغه سرچینه وايي، په دغو کسانو کې د بلخ د والي عطا محمد نور، اسماعیل خان، یونس قانوني، امرالله صالح او د یو شمېر نورو نومونه شامل دي.
همدا نن په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوي چې ګواکې وسله وال کندهار ته د تلونکو سیاسي مشرانو په الوتکه کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو نیت لري، نو ځکه دغه غونډه ځنډېدلې ده.
خو دا خبر تر اوسه رسماً چا تايید کړی نه دی.
بل خوا په کندهار ښار کې کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي، د خلکو او موټرونو تالاشي او پلټنه زیاته شوې ده.
د دغې غونډې د جوړېدو په اړه تېره ورځ یوه خبرپاڼه هم خپره شوې چې په کې راغلي، د دغه حرکت موخه له روانو بحرانو حالاتو د هېواد راوتل دي.
دغه راز یادونه شوې چې جوړېدونکې غونډه په چار پورې تړاو نه لري، خو اړتیا ده چې ټول قومونه، د ملي شورا غړي، سیاسي ډلې او نور افغانستان ښه لوري ته سوق کړي.
login or register a new account.