Language

“د کندهار غونډه د نظام د پياوړتيا او اصلاحاتو لپاره ده”

کندهار (پژواک،۱۰ ليندۍ ۹۶): د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون وايي، د کندهار غونډه د نظام د چپه کولو لپاره نه؛ بلکې د نظام د پياوړتيا او اصلاحاتو لپاره ده.

نوموړي په ورته وخت کې حکومت ته ۱۲ ساعته وخت ورکړ چې عطا محمد نور او باتور دوستم ته دې اجازه ورکړي چې د کندهار غونډې ته راشي، که نه نو پايلې به يې ښې نه وي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون، د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدير دا او دې ته ورته نورې څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې په کندهار ښار کې جوړه شوې وه.

ټاکل شوې وه چې د هېواد د يو شمېر ګوندونو د استازو، د ولسي جرګې د وکيلانو او د پخوانيو تنظيمونو د غړو په ګډون دغه غونډه تېره ورځ شوې واى، خو د ځينو لاملونو له امله له ځنډ سره مخ شوه.

د ځينو سرچينو له قوله، د غونډې د ځنډ يو لامل دا هم و چې حکومت د هغې الوتکې مخنيوى وکړ چې په کې د بلخ  والي عطامحمد نور او دوستم کندهار ته راتلل.

د نننۍ غونډې د ويناوالو خبرې تر ډېره پر همدې موضوع ورټولې وې.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون وويل، د ملي وحدت حکومت له امله په تېرو دوو کلونو کې د هېواد سياسي، امنيتي او اقتصادي ثبات ته لوی زيان رسېدلى دى.

هغه زياته کړه، دا چې خلک د دغه حالت د زغم توان نه لري، د ولسي جرګې غړو پرېکړه وکړه چې د ولس منځ ته ورشي او د دغه راز کړنو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.

دی وايي، د دغه غږ د اوچتولو لپاره ځکه لوی کندهار ټاکل شوی چې تل يې د هېواد په مهمو سياسي پرېکړو کې مهم رول لرلی دى.

نوموړي وويل، خلک لا دې غونډې ته نه وو راغلي چې حکومت دسيسې جوړې کړې او خلکو ته يې داسې ذهنيت ورکړ چې ګواکې د غونډې موخه نظام ته صدمه رسول دی، په داسې حال کې چې د دې غونډې موخه د نظام تقويه او د خلکو يووالى دى.

هغه پر ولسمشر تور ولګاوه چې په وار وار يې اساسي قانون نقض کړى، د قانون خلاف يې خپل لومړى مرستيال جنرال دوستم ممنوع الدخول اعلان کړی.

دغه راز ده يادونه وکړه، ولسمشر په ولسي جرګه کې مداخله کوي، د ولسي جرګې مصوبو ته احترام نه لري او د ټاکنو په کمېسيون کې يې د قانون خلاف ګومارنې کړې دي.

login or register a new account.