لښکرګاه (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦) : چارواکي وايي چې د هلمند ولايت لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي ملا ناصر وژل شوى دى.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزى وايي، نوموړى په موسی کلا ولسوالۍ کې په داسې حال کې وژل شوى چې ملا ناصر له يو بل قوماندان سيف الله سره موټر کې سفر کاوه چې تر هوايي بريد لاندې راغى.
هغه د ليندۍ په ١٢مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې ملاناصر له مرستيالۍ سربېره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان هم و.
جنرال احمدزى وايي، پر همدې مهال د هيرويينو يو شمېر فابريکې هم ويجاړېشوې دي.
قوماندان زياتوي، په تېرو اتو مياشتو کي ۴۰۰ هوايي بريدونه شوي چې په هر بريد کي له يو څخه تر ٣٠پورې وسله وال مخالفين وژل شوي او ټپيان دي.
نوموړي وويل، چې له دې وروسته به هوايي بريدونه نور هم زيات شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې له لسو ډېرې د نشه يي توکو فابريکې د امريکا هوايي ځواک په بريدونو کې تخريب شوې دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي،خو ددوی ځينو سرچينو د ملاناصر وژل کېدل منلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن