Language

د پکتیکا د برمل یو شمېر زده کوونکي له پاکستاني ښوونځیو راګرځول شوي

ښرنه (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٦): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې قومي مشرانو د هغو زده کوونکو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې ده چې تر دې مخکې يې د پاکستان اړوند ښوونځيو کې زده کړې کولې.

د برمل ولسوالۍ قومي مشر صديق الله د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو اتو کلونو راهيسې د باډر سيمې اوسېدونکو په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کولې.

هغه وايي: ((موږ هغه مکتب بېرته جوړ کړ چې پاکستاني ملېشه و وران کړى و او دغه ماشومان اوس د پاکستان پر ځاى په خپله خاوره کې درس وايي.))

دغه راز د دې ولسوالۍ بل قومي مشر مبارز خان هم د يادې موضوع په تاييد سره وويل چې د کمال په سرحدي ښوونځي کې اوسمهال لسګونه زده کوونکي زده کړې کوي.

د همدغه ښوونځي زده کوونکي بخت محمد پژواک ته وويل چې له تېرو اووه کلونو راهيسې یې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کولې.

هغه وايي: ((هلته يې راته پاکستاني کتابونه ويل، ټول په اردو ژبه و، د هغوی ملي سرود ته مو احترام کاوه او هر سهار مو د پاکستان بيرغ ښکل کولو.))

ده وويل چې د سيمې مشرانو له څو ورځو راهيسې په خپله خاوره کې دوى ته ښوونځى فعاله کړى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د پوهنې رياست مرستيال عبدالرحيم اسحاقزي پژواک ته وويل چې د کمال سرحدي ښوونځى د خلکو په مرسته بېرته فعال شوى دى.

ده وويل چې ډېر ژر به ياد ښوونځي ته کتابونه او نور تدريسې توکي واستول شي.

اسحاقزي وويل چې د پوهنې رياست د پلان له مخې په راتلونکي کال کې به د کمال سرحدي ښوونځي لپاره نوى ودانۍ هم جوړه شي.

د يادونې ده، دا مهال په برمل ولسوالۍ کې له نهو ښوونځيو څخه درې غير فعال دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.