کابل(پژواک،۱۶ليندۍ۹۶): افغان حکومت او ځينو سياسي ګوندونو د امريکا له خوا د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژندل وغندل او د يوه خپلواک دولت درلودو په اړه يې د فلسطينيانو د حقونو د خونديتوب غوښتنه وکړه.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژاند او ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته يې دنده وسپارله چې د امريکا سفارت دې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال شي.
امريکا په نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني.
د امريکا دغه پرېکړه د نړۍ له منفي غبرګون سره مخ شوه او د فلسطين د کورواکه تشکيلاتو مشر محمود عباس ويلي چې بيت المقدس "د فلسطين هېواد تلپاتې پلازمېنه" ده.
افغان حکومت هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
د ارګ د مطبوعاتي دفتر له خوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي :" د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد او اسلامي نړۍ د مسلمانانو د ژورې اندېښنې په درک کولو سره، د بيت المقدس په رسميت پېژندلو او دې ښار ته د امريکا د سفارت د لېږدولو په اړه مخکې له مخکې له ديپلوماتيکو لارو څخه ددغه هېواد مشرتابه ده خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کړې ده."
سرچينه زياتوي چې د امريکا دغه پرېکړه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د داغ کېدو لامل شوې او په منځني ختيځ کې د سولې پروسه له خطر سره مخ کوي.
سرچينه زياتوي، نو ځکه په دې اړه د فلسطينيانو له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته، هر يو اړخيز اقدام مثبته پايله نه ورکوي او دايمي حل نه شي رامنځ ته کولی.
په اعلاميه کې په ډاګه شوې چې د ملي يووالي حکومت او ددغه ټاټوبي مسلمان ولس د نړۍ له نورو مسلمانانو سره يوځای د يوه خپلواک دولت په درلودو سره د فلسطين د خلکو د حقه حقونو خونديتوب غواړي.
سرچينې ليکلي چې بيت المقدس د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه چې د نورو دينونو لپاره هم ارزښت لري او بايد موقعيت يې د نړيوالو قوانينو، ملګرو ملتونو د مصوبو او د نړۍ د ميليونونو مسلمانانو د غوښتنو له مخې تثبيت شي.
په اعلاميه کې راغلي:" دا چې ليدل کېږي له نيکه مرغه ددې موضوع په اړه نړيواله اجماع شتون لري چې د بيت المقدس په اړه يو اړخيزه پرېکړه نه شي کېدای او بايد د عمومي سولې په چوکاټ کې دايمي حل پيدا شي. "
افغان حکومت په فلسطين کې د نړيوالو سازمانونو د همکارۍ په چوکاټ کې له دايمي سولې ملاتړ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن