کندهار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٦): د کندهار د ميوند ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ ته څېرمه ځانمرګي بريد کې ٦ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.
د دې ولايت د امنيه قومندانۍ سکرتر غورځنګ افريدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار ٤:٣٠ بجې شوې ده.
ده زياته کړه، يو هاموې موټر چې وسله والو مخالفينو له امنيتي ځواکونو څخه نيولى، له چاودېدونکو توکو يې ډک کړى او غوښتل يې د ميوند ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ ته ځان ورسوي، خو مخه يې ونيول شوه.
د ده په وينا، دا موټر له لومړي قراوله تېر شوى او کله چې دوهم قراول ته رسېدلى، نو سيمه ييزو پوليسو پرې ډزې کړي او له امله يې موټر چاودلى دى.
هغه وايي، په دې چاودنه کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٤ نور ژوبل دي. دغه راز ياد شوي قرارول ته نږدې د سيمه ييزو پوليسو ودانۍ هم وه چې ويجاړه شوې ده.
طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.