لښکرګاه (پژواک، ۸ سلواغه ۹۶): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه برید کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ياده ولسوالۍ کې د ملي اردو يوې باوري سرچينې د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار پنځه بجې د ډاګيانو په سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد وکړ.
سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې اووه سرتېري وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دا پوسته نيولې هم وه، خو وروسته دولتي ځواکونو بېرته ونيوه.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدير بهادرزي ومنله چې پر پوستې بريد شوى او د پنځو سرتېرو وژل کېدل يې هم تاييد کړل.
هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه سرتېري ټپيان شوي هم دي.
خو بهادرزي د پوستې د سقوط خبره رد کړه او ويې ويل چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميوند قول اردو دغه افسر وايي چې په نادعلي او مارجې ولسواليو کې هم د روانو عملياتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې تېره شپه يې د ګرشک ولسوالۍ يوې پوستې ته سقوط ورکړى او ١١ سرتېري يې وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن