کندوز(پژواک،١٠سلواغه٩٦): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې وشوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کندوز والي اسدالله عمرخېل وويل چې د چهاردرې ولسوالۍ له درې سوه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې وشوې.
هغه وويل چې دغه مرستې په کندهار کې د يو ملي سوداګر محمد يوسف مومند له خوا شوې وې چې نن و وېشل شوې.
والي وايي چې د راتلوونکې يکشنبې په ورځ به له پېښو سره د مبارزې اداره په کندوز کې له بې ځايه شويو سره نغدي او د نورو توکو مرستې پيل کړي.
دغه راز د کندوز د کډوالو چارو رييس سلام هاشمي وويل چې په دې توکو کې وړه، وريجې، بوره، وچ چاى، غوړي، مالګه او کمپلې شامل دي.
هغه وويل چې له ټولو بې ځايه شويو کورنيو سره به وار په وار مرستې ترسره شي.
د چهاردرې ولسوالۍ د يتيم کلي اوسېدونکې زرمينې پژواک ته وويل چې د جګړو له امله يې خپل هرڅه له لاسه ورکړي او کندوز ښار ته بې ځايه شوي دي.
هغې زياته کړه: ((زه له دې سوداګر نه مننه کوم چې له موږ سره يې مرستې وکړې، خو زموږ حق په حکومت دى چې بايد حکومت له موږ سره کمک وکړي.))
يو تن بل مرسته اخيستونکي حاجي رحيم پژواک ته وويل، دوه اوونۍ کيږي چې کندوز ښار ته يې کډه راوړې ده.
هغه وايي چې دغه مرستې د دوى لپاره بسنه نه کوي نورې مرستې هم بايد ورسره ترسره شي.
د يادونې ده چې په کندوز کې د وروستيو جګړو له امله څلور زره کورنۍ بې ځايه شوي چې تر اوسه ورسره اړينې مرستې نه دي شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن