ايبک (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): د سمنګان ولايت له دره صوف بالا ولسوالۍ څخه بلخ ولايت ته د "دهانه تور" د ډبرو سکرو کان لار چې د وروستيو واورو ورېدو له امله تړل شوې وه؛ پرانېستل شوه.
د سمنګان ولايت د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني د ياد مطلب د څرګندولو ترڅنګ وويل، چې د يادې ولسوالۍ د "شباشک" د ډبرو سکرو کان لاره لا هم تړلې ده.
هغه زياته کړه، د دهانه تور د سکرو کان لار د سيمې خلکو او موټر چلوونکو پاکه کړې؛ خو د شباشک کان لار د لارو سختوالي له امله لا هم تړلې پاتې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، يادې لارې شپږ ورځې وړاندې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
دغه کانونه د هېواد په کچه د ډبرو سکرو ستر کانونه دي. چارواکي وايي چې له يادو کانونو هره ورځ د ډبرو سکرو ١٢٠ موټر باريږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن