ژبه

د “دهانه تور” د ډبرو سکرو کان لاره پرانېستل شوه

ايبک (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): د سمنګان ولايت له دره صوف بالا ولسوالۍ څخه بلخ ولايت ته د "دهانه تور" د ډبرو سکرو کان  لار چې د وروستيو واورو ورېدو له امله تړل شوې وه؛ پرانېستل شوه.

د سمنګان ولايت د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني د ياد مطلب د څرګندولو ترڅنګ وويل، چې د يادې ولسوالۍ د "شباشک" د ډبرو سکرو کان لاره لا هم تړلې ده.

هغه زياته کړه، د دهانه تور د سکرو کان لار د سيمې خلکو او موټر چلوونکو پاکه کړې؛ خو د شباشک کان لار د لارو سختوالي له امله لا هم تړلې پاتې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، يادې لارې شپږ ورځې وړاندې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

دغه کانونه د هېواد په کچه د ډبرو سکرو ستر کانونه دي. چارواکي وايي چې له يادو کانونو هره ورځ د ډبرو سکرو ١٢٠ موټر باريږي.

ورته موضوع