لښکرګاه(پژواک،١٦سلواغه٩٦): د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي چې په دېشو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر پوځي او د عوايدو د راټولنې پر مرکزونو هوايي بريدونه شوي، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.
د هلمند د سرحدونو او قومونو چارو رييس احمد نويد نظري د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو وړمه شپه د دېشو ولسوالۍ په رباط سيمه کې د وسله والو طالبانو پر پوځي او د عوايدو د راټولنې پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه: (( دغه سيمه د هلمند او نيمروز ولايتونو کډه سيمه ده چې طالبان په کې د نشه يي توکو کار او بار کوي او ماليه هم په کې را ټولوي.))
نظري په دې بريدونو کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته کړه چې په دې بريدونو کې طالبانو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.
دغه راز د هلمند والي حيات الله حيات هم پژواک ته وويل چې په دېشو ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو او د نشه يي توکو پر زېرمو هوايي بريدونه شوي دي.
هغه وايي: (( طالبان په دې ډول بريدونو ډېر کمزوري شوي او مالي منابع يې له منځه تللې دي.))
د والي په وينا، د طالبانو او قاچاقبرانو پر ګډو مالي مرکزونو د بمباريو غوښتنه دوی کړې وه.
خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په دېشو کې پر دوکانونو او د تېلو پر دوه ټانکرونو هوايي بريدونه شوي چې له امله يې دوى ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.
دېشو د هلمند يوه نا امنه ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې يې کنټرول د طالبانو په لاس کې دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن