Language

د کندوز محکمې د غصب، فساد او قتل دوسیو د جدي څېړلو خبر ورکړ

کندوز ښار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): د کندوز د محکمې رييس وايي چې د ځمکو د غصب، اداري فساد او قتل دوسيې به جدي توګه څېړل کېږي او له عاملينو سره به يې قانوني چلند وشي.

دغه څرګندونې د کندوز د محکمې رييس فضل الهادي فاضل د سلواغې په ١٨مه د يوې لويې غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې د کندوز محکمه د هېچا تر اغېز لاندې نه ده او خپلې چارې په خپلواکه توګه پر مخ وړي.

ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب، اداري فساد او قتل دوسيې به جدي ډول څېړل کېږي او له عاملينو سره به يې قانوني چلند کېږي.

هغه وايي: ((تر دې وروسته چې کله محاکمه دايروو، نو زه ويډيو کنفرانس جوړوم څو په کابل کې په ستره محکمه کې او نورو زونونو کې قاضيان او چارواکي د مجرمينو محاکمې په ژوندۍ او علني بڼه وګوري.))

دغه راز په دې غونډه کې د دغه ولايت د استيناف څارنوال محمد عارف مبشر بيا وويل چې د تورنو کسانو د نيولو او جلب په برخه کې پوليس له دوى سره اړينه همکاري نه کوي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((په تېرو شپږو مياشتو کې موږ ٩٤٩ د جلب پاڼې پوليسو ته لېږلې دي خو پوليسو تر اوسه يواځې زموږ ٣٣ جلبه ځواب کړي او نور يې پاتې دي.))

مبشر له خلکو او پوليسو غوښتنه وکړه چې د مجرمينو په پېژندلو او نيولو کې له دوى سره جدي او هر اړخيزه همکاري وکړي.

د غونډې په پاى کې د کندوز والي اسدالله عمرخېل وويل چې خلک بايد له دې وروسته له حکومت سره عملي کار وکړي.

ده زياته کړه: ((زموږ دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي، هر وخت چې وغواړي موږ ته راتللى شي، د خلکو عملي همکاري د جرايمو په کموالي کې مثبت رول لوبولى شي.))

دا په داسې حال کې ده چې کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې په تېرو دوو کلونو کې دوه ځلې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوی او د ځمکو د غصب، اداري فساد او قتل دوسيې هم په کې ډېرې دي.

login or register a new account.

Related Topics