تالقان (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): د تخار د ملي امنيت چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي مسوول په ګډون پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د سلواغې په ٢٢مه په تخار کې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې د درقد ولسوالۍ په بصيرخېلو او نورخېلو سيمو کې تېره شپه افغان ځواکونو عمليات کړي دي.
سرچينه وايي چې په دې عملياتو کې د درقد لپاره د طالبانو د پوځي مسوول ملا ميرولي په ګډون پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د اعلاميې په حواله په ټپيانو کې د قاري اکرام الدين او سيف الله طوفان په نومونو د طالبانو دوه ډلمشران هم شامل دي.
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نظام الدين غوري هم ياده جګړه او مرګ ژوبله تاييد کړه.
ده وويل چې امنيتي ځواکونو د بصيرخېلو او نورخېلو سيمې له طالبانو څخه نيولي خو اوسمهال د قم ګذر په سيمه کې جګړه روانه ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
درقد د تخار د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده، دغه ولسوالۍ دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره نيولې وه.
د يادونې ده، له تېرو شپږ ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو د تخار په خواجه بهاوالدين، درقد او ينګي کلا ولسواليو کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن