لښکرګاه (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس احمدشاه خيري په دې اړه د سلواغې په ٢٨مه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه سړک د څلور کيلومتره په اوږدوالي د بولان په ځنګل کې دننه جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه: ((دغه سړک د ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت په خامه ډول جوړ شوى او موخه ترې دا ده چې د اور وژنې موټر پر وخت سيمې ته ورسېږي.))
هغه دا هم وويل چې د دغه ځنګله د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره يې پوره هلې ځلې پيل کړې دي.
دغه راز د دغه ولايت د چاپېريال ساتنې رييس محمد نبي خان وويل چې د بولان ځنګل د لښکرګاه ښار په يوه څنډه کې موقعيت لري.
ده وويل چې دغه ځنګل ښار ته د ښکلا تر څنګ د هوا په پاکوالي کې هم پوره رول لوبولی دی.
نبي خان ټينګار وکړ چې د دغه ځنګل په ساتنه کې بايد د حکومت تر څنګ خلک هم پوره همکاري وکړي.
بايد وويل شي چې د بولان ځنګل دا مهال د ځوانانو پر ميله ځاى بدل شوى او هره ورځ لسګونه ځوانان د ميلې لپاره ورځي.
داسې مهال د بولان په ځنګل کې دننه سړک جوړېږي چې څه موده وړاندې د لښکرګاه ښار په يو بل ځنګله کې اور لګېدلى و چې له امله يې ډېرې ونې له منځه ولاړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن