پل علم (پژواک، ٢٠ کب ٩٦): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوى د ښوونځي امر را خوشی شو.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د ازرې ولسوالۍ د منځني ښوونځي امر محسن الله تښتولى و.
هغه وايي چې تېره شپه ناوخته محسن الله د قومي مشرانو او ولايتي شورا د غړو په منځګړتوب را خوشى شو.
ده زياته کړه: ((محسن الله تېره شپه خپلې کورنۍ ته وسپارل شو او په خوشى کېدو کې يې هېڅ ډول معامله نه ده شوې.))
دغه راز د لوګر په ولايتي شورا کې د ازرې استازي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې دوى طالبانو ته قومي جرګه ور وړې وه.
هغه وايي: ((له طالبانو سره کېناستو، خبرې مو ورسره وکړې او بالاخره يې امر صاحب محسن الله را خوشې کړ.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، ازره د لوګر تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP