کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د ١٣٩٧ نوروز په سيمه ييزه ناسته کې ټينګار وشو چې په افغانستان کې او سيمه کې له نفاقه د راوتلو لپاره نوروز يو ګډ ارزښت او د ستونزو حل لاره ده.
دغه ناسته د افغانستان د (نخبگان افغانستان) سازمان له لوري د کابل په بابر بڼ کې جوړه شوې وه چې يو شمېر دولتي چارواکو، مدني فعالانو او په کابل کې د سيمې هېوادونو د سفارتونو استازو په کې ګډون کړى و.
د ياد سازمان مشر حسام الدين تالقاني په دې ناسته کې وويل چې د افغانستان جغرافيه د نفاق او بېلتون اچونې له ګواښ سره مخ شوې او نوروز جشن د يوه ګډ ارزښت په توګه کولى شي چې د دې ستونزې مخنيوى وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرنيزو چارو مرستيال سيد اقا حسين فاضل سانچارکي په دې غونډه کې وويل چې نوروز جشن د ملي يووالي لپاره ګډ ارزښت لري او دغه ارزښت د سيمې په کچه هم د نوروز حوزې هېوادونو تر منځ زياته همکاري رامنځته کولى شي.
هغه زياته کړه چې د دې حوزې اکثره هېوادونه له بېلابېلو اړخونو مترقي دي چې تر منځ يې د همکاريو په زياتېدو سره ګڼو سيمه ييزو پرمختګونو ته زمينه مساعدېږي.
د ايران د سفارت استازي رضا ملکي هم نوروز يو ګډ ارزښت ياد کړ او هيله يې څرګنده کړه چې له دغه اصل نه به د سيمه ييزو همکاريانو او توافق لپاره کار واخيستل شي.
د ملکي په خبره، د اسلام مقدس دين له ظهور وروسته د جاهليت د يو شمېر سنتونو مخنيوى وشو، خو "اسلام د نوروز تجليل ته ځکه جواز ورکړ" چې د اعتدال پيغام او سيمه ييز ګډ اصل يې درلود.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP