کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي، د پکتیا ولایت ښځو ستونزو ته به یې رسیده ګي وشي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي، دغه خبرې د دې ولايت له يو شمېر ښځو سره د کتنې پرمهال کړې دي.
سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست له غړو او د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې لومړی د پکتیا والي شمیم کټوازي خبرې وکړې او د ښځو د وضعیت د ښهوالي په برخه کې یې د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه، وې ویل: "د دې ولایت د ښځو د ستونزو د حل په برخه کې يې په تېرو شپږو میاشتو کې ښځو سره مسلسلې ناستې لرلي دي او ستاسې د لارښوونې مطابق په دې ولایت کې د ښځو ستونزو ته رسیدهګي شوې ده."
ده زياته کړه، سږکال دوى د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې د دولسمو ټولګيو ښځينه فارغانې لرلې او دغه راز لس زره نجونې ښوونځیو ته نوي جذب شوې دي چې دا په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې مثبت بدلون دی.
کټوازي هغو پروژو ته چې د ولسمشر له لوري نن پرانیستل شوې، په اشارې وویل، د پیل شویو پروژو د چارو ډېره ګټه به د دې ولایت ښځو ته ورسېږي.
هغه وايي: "ستاسې د لارښونې په اساس مو په ولایت کې ښځو ته روغتون ځانګړی کړ، دغه راز به هڅه وکړو چې په دې ولایت کې د ښځینهوو د لاسي صنایعو لپاره مارکېټ او بازار ولرو."
وروسته د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسې، نسرین اوریاخېل خبرې وکړې او ولسمشر او ورسره پلاوي ته یې د هرکلي ترڅنګ د ښځو ستونزو ته د رسیدهګۍ په موخه د هغه د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، وې ویل، ښځو ته دې امتیازي یا تشویقي معاشات په پام کې ونیول شي، دغه راز دې په دې ولایت کې د قابلګۍ انستیتیوت فعال شي، د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه دې حل او پخوانی روغتون دې په ولادي او نسایي روغتون، بدل او د حوزوي روغتون ټولې برخې دې د عدلې طب د څانګې په ګډون چې تر دې مهاله په دې روغتون کې نشته، فعالې شي.
ورپسې د پکتیا پوهنتون استادې نازدانې پکتیاوال او نرګس حیا د جمهور رئیس له کړنو قدرداني او ملاتړ وکړ او په بېلابېلو برخو کې یې د دغه ولایت د ښځو ستونزې په ځانګړي ډول د پوهنې، د دیني مدرسو د نشتوالي، ښځینه وو ته د کاري فرصتونو د ایجاد، د پکتیا پوهنتون د ودانۍ د جوړولو او نورو برخو کې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
ولسمشر غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته، ګډونوالو ته د لومړۍ مېرمن تاوده سلامونه وړاندې کړل او دې ته په اشارې چې کلیو د پراختیا وزارت د ښځو شوراګانو ته پیسې ورکوي او لومړیتوبونه یې په ګوته کوي، وویل: "لارښوونه کوم چې د ښځو اتحادیې دې په پکتیا ولایت کې ایجاد او د جلغوزیو د پروسس مرکز به جوړ شي."
نوموړي د پوهنې په اړه وویل، سږکال به په ټول هېواد کې شپږزره معیاري ښوونځي جوړ شي چې د نجونو ښوونځیو ته به د لومړیتوب حق ورکول شي او دغه راز به موږ د پکتیا په هره ولسوالۍ کې یو مسلکي ښوونځي ولرو.
هغه زیاته کړه، د پکتیا په ټولو ولسوالیو کې به د پولیسو مرکزونه او اساسي ودانۍ جوړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن