ګردېز(پژواک،١٣ورى٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په ټاکنو او امنيتي سکتور کې هيڅ ډول سياسي لاسوهنې جواز نه لري.
ولسمشر محمداشرف غني ګردېز ته د خپل سفر په دويمه ورځ د پکتيا له ځوانانو سره وليدل او د دوی بېلابېلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واورېدل.
غني په ادارو کې په اصلاحاتو، لوړو زده کړو، پوهنه، اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو، سوله او امنيت وغږېد او د ځوانانو د ځينو ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.
جمهور رييس د روان امنیتي حالت د ښه والي خبره وکړه او ويې ويل چې په امنیتي سکتور کې هېڅ ډول سياسي مداخلې ته ځای نشته.
نوموړی وايي چې جنرالانو او امنيتي چارواکو ته د تقاعد عمر ټاکل شوی، چې په هره برخه کې ځوانانو ته ونډه ورکړل شي، څو نوی نسل عملا د عمل ميدان ته ودانګي.
ولسمشر د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو او د ملي امنيت له عمومي رييس څخه وغوښتل چې په چارو کې د سياسي مداخلو پر وړاندې حساس واوسي: ((امنيتي برخو کې هېڅ سياسي مداخلې ته ځای نشته، د امنيتي سکتور ټولو مسوولينو ته وايم چې امنيتي کادرونه بايد له سياسي مداخلې نه تصفيه شي.))
ولسمشر غني يو ځل بيا په خپل وخت د ټاکنو په تر سره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د رڼو ټاکنو تر سره کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې هېڅ سياسي لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي.
غني وايي: ((انتخاباتو کې سياسي مداخله جواز نه لري، وکيل صاحبان زموږ محترم خلک دي، خلکو رايه ورکړې، ما ورته ويلي چې امتحان ورکړي او خپلې کارنامې خلکو ته وړاندې کړي، قضاوت ستاسو په لاس کې دی.))
ولسمشر غني ملي امنيت ادارې ته دنده وسپارله چې د ګردېز پر امنيه قوماندانۍ د وروستي لوی بريد څېړنې بشپړې او پايله يې د پکتيا له اوسېدونکو سره شريکه کړي.
جمهور رييس زياته کړه چې سوله د ټولو افغانانو يوازينۍ او لویه غوښتنه ده او له خلکو غواړي چې له زغمه په کار اخیستو په خپلو سيمو کې د سولې لپاره ولسي کار وکړي.
غني وويل چې د سولې لپاره کلکه ملي اراده لري او له وسله والو مخالفينو يې وغوښتل چې د سولې خبرو ته کيني.
ده وويل: ((د اشرف غني سر دې لاړ شي، خو افغانستان ته دې سوله راشي؛ ځکه سوله د ټولو افغانانو ګډ ارمان دی. بين المللي ټولنه مو قانع کړې، منطقوي دريځ مو هم په ازبکستان کې وليد، چې څه رقم و؟ ټول بايد د سولې غږ اوچت کړي. هر وخت مذاکرې ته اماده يو. هغه چا چې وژنه کړې او بمونه يې خښ کړي، ضرورت ده چې تاسو يې وبښئ، سوله له ګذشت پرته نه کيږي.))
login or register a new account.