پلعلم (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د لوګر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز اړوند په حصارک سیمه کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو (پلار، مور او دوو ماشومانو) د قتل په تړاو دوه کسان نیولي دي.

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کې ـ چې نن خپره شوې ـ راغلي چې یاده پېښه د تېرې دوشنبې په شپه د لوګر ولایت د مرکز اړوند په «حصارک» کلي کې رامنځته شوې وه.

د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر لیکلي چې نیول شوو کسانو د پوښتنو ګروېږنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او «د دې جنایت اصلي انګېزه یې غلا بللې ده.»

سرچینه زیاتوي: «د عاملانو د اعترافونو له مخې، هغوی کور ته له ننوتو او د کورنۍ د غړو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته، د شواهدو د له منځه وړلو په موخه، د دې کورنۍ ټول غړي شهیدان کړي دي.»

د خبرپاڼې پر بنسټ، د عاملانو دوسیه د لا ډېرو څېړنو او د شرعي مجازاتو د تطبیق لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.