Language

په کندوز ښار کې چاودنې يو تن وواژه او څلور ټپيان کړل

کندوز (پژواک ١٣ ورى ٩٧): د کندوز مسوولين وايي چې د دې ولايت په مرکز کې د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او څلور ملکي وګړي ټپيان دي.

د دې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام شاوخوا ٧ بجې د امام صاحب بندر کې د سرحدي ځواکونو پر رينجر موټر کې د مقناطيسي ماين له امله چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو امنيتي سرتېرى وژل شوى او څلور عام وګړي ژوبل شوي دي.

له بلې خوا ويل کېږي چې په ټپيانو کې د حزب اسلامي وياند حشمت الله ارشد هم شامل دى.

دغه خبره د هغه د کورنۍ يوه غړي پژواک اژانس ته وکړه.

د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.