ګردېز (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): په ګردېز کې د ګڼو ځوانانو او مشرانو په ګډون د افغان ژغورنې په نوم د سولې غوښتنې خېمه ودرول شوه.
پرلت کوونکو د هلمنديانو د سولې غږ بدرګه کړ او له افغان وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې سوله وکړي او له سياسي لارې خپلو سالمو اهدافو ته ځان ورسوي.
دوی وويل چې دغه غږ به ولسواليو ته غځوي او له نورو هېوادوالو هم غواړي چې د سولې لپاره له خپلو سيمو ولسي غږ پورته کړي.
د سولې د دغه پرلت ګډونوال احسان الله احسان پژواک ته وويل چې د سولې لپاره د افغان حکومت وروستی وړانديز هر اړخيز دی او وسله والو ته په کار ده چې مثبت ځواب ورکړي.
احسان وايي چې له وسله والو طالبانو ځکه د سولې غوښتنه کوي چې طالبان افغانان دي او د دغه هېواد ارزښتونه پېژني، خو له بهرنيانو بيا دا تمه نه شي کېدای.
نوموړي زياته کړه: ((موږ هم پر افغان طالبانو وروڼو د سولې غږ کوو او ترې غواړو چې د سولې دا څلوېښت کلن ارمان مو را پوره کړي، په دې کې د دوی په ګډون د ټولو خير دی. هيله ده چې دا ځل حتمن د سولې رسمي خبرې پيل کړي او اوربند وکړي څو سولې ته ورسېږو.))
د سولې د خېمې بل ګډونوال ساحل منګل وايي چې د سولې خېمې ته ډېر ګډونوال راغلي او په يو غږ يې د سولې غوښتنې غږ پورته کړی دی.
منګل وويل چې وسله وال هم له جګړې ستړي دي او په کار ده چې د سولې لار خپله کړي: ((زموږ په وسله والو طالبانو دا غږ دی چې د سولې له خبرو سره علاقه وښيي او عملا دا خبرې پيل کړي. دا د ټولو هېوادوالو غږ دی. دوی چې هره غوښتنه لري، که وړاندې يې کړي، نو له سوله ييزي او سياسي لارې به ورته ورسيږي.))
د سولې لپاره د افغان ژغورنې حرکت يوه تنظيموونکي فريد احمد تسکين د سولې په اړه د دولت اراده او دريځ وستايه او ويې ويل چې د سولې په اړه ملي، سيمه ييز او نړيواله اجماع رامنځته شوې ده.
تسکين وسله والو طالبانو ته شوي وړانديزونه د سولې لپاره ښه اقدام بولي او وايي که طالبان سوله وکړي، نو د نورو غوښتنو سربېره به بهرني ځواکونه هم يوازې د خپلو سفارتونو تر ساتنې پورې محدود پاتې شي.
نوموړی وايي: ((د ولسمشر د دغه دريځ ملاتړ کوو چې د سولې لپاره يې خپله غېږ پرانيسته، همدارنګه د حکومت پر مشرانو غږ کوو چې د هغو جنګسالارانو، زورواکو او قانون ماتوونکو مخه ونيسي چې د سولې غوښتونکي نه دي او د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي.))
دولت د کابل پروسې په دويمه ناسته کې وسله والو طالبانو ته د سولې بې ساری وړانديز وکړ او ويې ويل که طالبان سوله وکړي، د يو سياسي ګوند په توګه به يې ومني او بنديان به يې ازاد کړي.
login or register a new account.