ميمنه (پژواک، ٢ غويى ٩٧): د فارياب ولايت ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په پښتونکوټ او بلڅراغ ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو په سبب لږ تر لږه پنځه پوستې طالبانو نيولې او ١٢ پوليسو او ولسي پاڅونوالو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب د پښتونکوټ ولسوال ميرويس پارسا پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ په دهندره سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد کړى، د دوو پوستو پرسونل اړ شوي چې د طالبانو د سخت فشار په سبب شاته تګ وکړي چې د نښتې په ترڅ کې ترې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل، خو ویې ويل چې دواړه له لاسه وتلې پوستې يې د نن ورځې تر سهاره بېرته نيولي دي.
د بل څراغ ولسوال عبدالجميل صديقي هم د دې ولسوالۍ په چرمګر او خشت پل سيمو کې پر امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه تاييد کړل او ویې ويل چې لا هم (٩:٠٠) جګړه روانه ده، يوه پوسته يې له لاسه وتلې، دوه پوليس وژل شوي او ٥ نور ټپيان دي.
د يادو سيمو د امنيتي پوستو قوماندان غفور پهلوان پژواک ته وويل چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا هم دوام لري.
خو په بلچراغ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان دادالله مشهور په دادي وويل چې د طالبانو بريد کې درې پوستې د طالبانو لاسته ورغلې ، دوه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن