ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د خوست والي: د ټاکنو ولايتي دفتر کاري وړتيا نه لري

د خوست والي: د ټاکنو ولايتي دفتر کاري وړتيا نه لري

author avatar
26 Apr 2018 - 15:11
د خوست والي: د ټاکنو ولايتي دفتر کاري وړتيا نه لري
author avatar
26 Apr 2018 - 15:11

خوست ښار (پژواک، ۶ غويی ۹۷): د خوست والي وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر هغه وړتيا نه لري چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه په سم ډول مخې ته بوځي.

والي حکم خان حبيبي چې نن يې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه يوې ولسي غونډې ته خبرې کولې، وويل، سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پوره امکانات په لاس کې لري، خو ولايتي دفتر ته يې د دې پروسې د ښه پر مخ بيولو لپاره امکانات نه دي ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر هغه وړتياوې نه لري چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسې لپاره عامه پوهاوی وکړي.

حبيبي وايي: ((د ټاکنو په ولايتي دفترونو کې هيڅ وړتيا نشته، لومړی د خوست د ټاکنو په ولايتي دفتر کې وړتيا نشته او بيا په نورو کې. زه پر کمېسيون غږ کوم چې په خپلو ولايتي ادارو کې ظرفيت پيدا کړي او له اوسني مړه حالت څخه يې راوباسي)).

د خوست والي همدارنګه يادې غونډې ته په خبرو کې د د نفوسو د احوال د ثبت پر مرکزي ادارې هم نيوکه وکړله چې د تذکرو د وېش لپاره يې کافي شمېر مامورين او لوازم د نوم ثبتونې مرکزونو ته نه دي لېږلي.

نوموړي د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي ادارې باندې غږ وکړ، د هغه طرزالعمل له مخې چې د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون سره يې امضا کړی مسووليت لري چې د نوم ليکنې ټولو مرکزونو ته مامورين پر خپل وخت ورسوي.

هغه زياته کړه: ((دا مو مکلفيت دی، دا مو وجيبه ده او دا مو مسووليت دی، تعهد مو کړی، د ټاکنو له کمېسيون سره مو پروتوکول لاسليک کړی دی، په هر قيمت چې کېږي بايد ټولو سايټونو ته د تذکرو د وېش او مامورين او وسايل ورسوي)).

په ديني چارو کې د ولسمشر سلاکار مولوي محمد سردار ځدراڼ يادې غونډې ته په خبرو کې د انتخاباتو لپاره د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو د پراخ نه ګډون عمده لامل د لازم عامه پوهاوي نه شتون وباله.

نوموړي د خوست د حج اوقافو رياست له مسوولينو وغوښتل چې د جوماتونو ملا امامانو ته دنده وسپاري چې په کليو او بانډو کې خلک وهڅوي څو تذکرې واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د خوست د ښځو چارو رييسې ډاکټرې ملالۍ ولي غونډې ته په خبرو کې وويل چې که څه هم ښځې يې نوم ليکنې ته هڅولې، خو د اندېښنې خبره دا ده چې ډېره کمه فيصدي ښځې تذکرې لري.

خو له دې سره سره نوموړې ولايتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې د نوم ليکنې د دې پروسې د ښه کېدو لپاره د ټاکنو له ولايتي دفتر سره هر ډول همکارۍ ته چمتووال لري.

هغې زياته کړه: ((ما شاوخوا پنځه سوه ښځې د نوم ثبتولو لپاره راغوښتې وې، په دوی کې يواځې لسو ښځو تذکرې لرلې او نورو نه وې اخيستې. دوی مو وهڅول او تذکرې يې واخيستې.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.