منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.م
۵°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست والي: د ټاکنو ولايتي دفتر کاري وړتيا نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۱۸ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۶ غويی ۹۷): د خوست والي وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر هغه وړتيا نه لري چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه په سم ډول مخې ته بوځي.

والي حکم خان حبيبي چې نن يې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه يوې ولسي غونډې ته خبرې کولې، وويل، سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پوره امکانات په لاس کې لري، خو ولايتي دفتر ته يې د دې پروسې د ښه پر مخ بيولو لپاره امکانات نه دي ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر هغه وړتياوې نه لري چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسې لپاره عامه پوهاوی وکړي.

حبيبي وايي: ((د ټاکنو په ولايتي دفترونو کې هيڅ وړتيا نشته، لومړی د خوست د ټاکنو په ولايتي دفتر کې وړتيا نشته او بيا په نورو کې. زه پر کمېسيون غږ کوم چې په خپلو ولايتي ادارو کې ظرفيت پيدا کړي او له اوسني مړه حالت څخه يې راوباسي)).

د خوست والي همدارنګه يادې غونډې ته په خبرو کې د د نفوسو د احوال د ثبت پر مرکزي ادارې هم نيوکه وکړله چې د تذکرو د وېش لپاره يې کافي شمېر مامورين او لوازم د نوم ثبتونې مرکزونو ته نه دي لېږلي.

نوموړي د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي ادارې باندې غږ وکړ، د هغه طرزالعمل له مخې چې د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون سره يې امضا کړی مسووليت لري چې د نوم ليکنې ټولو مرکزونو ته مامورين پر خپل وخت ورسوي.

هغه زياته کړه: ((دا مو مکلفيت دی، دا مو وجيبه ده او دا مو مسووليت دی، تعهد مو کړی، د ټاکنو له کمېسيون سره مو پروتوکول لاسليک کړی دی، په هر قيمت چې کېږي بايد ټولو سايټونو ته د تذکرو د وېش او مامورين او وسايل ورسوي)).

په ديني چارو کې د ولسمشر سلاکار مولوي محمد سردار ځدراڼ يادې غونډې ته په خبرو کې د انتخاباتو لپاره د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو د پراخ نه ګډون عمده لامل د لازم عامه پوهاوي نه شتون وباله.

نوموړي د خوست د حج اوقافو رياست له مسوولينو وغوښتل چې د جوماتونو ملا امامانو ته دنده وسپاري چې په کليو او بانډو کې خلک وهڅوي څو تذکرې واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د خوست د ښځو چارو رييسې ډاکټرې ملالۍ ولي غونډې ته په خبرو کې وويل چې که څه هم ښځې يې نوم ليکنې ته هڅولې، خو د اندېښنې خبره دا ده چې ډېره کمه فيصدي ښځې تذکرې لري.

خو له دې سره سره نوموړې ولايتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې د نوم ليکنې د دې پروسې د ښه کېدو لپاره د ټاکنو له ولايتي دفتر سره هر ډول همکارۍ ته چمتووال لري.

هغې زياته کړه: ((ما شاوخوا پنځه سوه ښځې د نوم ثبتولو لپاره راغوښتې وې، په دوی کې يواځې لسو ښځو تذکرې لرلې او نورو نه وې اخيستې. دوی مو وهڅول او تذکرې يې واخيستې.))

د خوست ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال بيا غونډې ته وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر د سياستونو ښکار شوی او په لوی لاس د دغه ولايت خلکو سره درغلي کېږي.

هغه زياته کړه چې که د ټاکنو خپلواک کمېسيون دا پروسه همدا ډول پڅه مخې ته روانه وي، د دغه ولايت ولسونه به اړ شي چې د ټاکنو له راتلونکې ملي پروسې سره پرېکون اعلان کړي.

لکڼوال وويل: ((امنيت موږ قومونه ساتو، تاسو خو لږ تر لږه خپل شته امکانات موږ ته راکړئ. ښځې مو تذکرې نه لري، د نوم ليکنې دوې اوونۍ تېرې شوې دي، تر اوسه په خوست کې يواځې ۶ زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.))

که څه هم په خوست کې د ټاکنو ولايتي دفتر کره شمېر له رسنيو نه دی شريک کړی، خو د ځينو سرچينو پر اساس ويل کېږي چې په دغه ولايت کې يواځې شاوخوا ۷ زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.

په ورته وخت کې د خوست ټاکنو ولايتي دفتر رييس عبدالرحمن محبت د والي او د غونډې د نورو ويناوالو هغه نيوکې رد کړې چې ګني د ټاکنو ولايتي دفتر د لازم عامه پوهاوي وړتياوې نه لري.

ده پر حکومت نيوکه وکړه چې له دوی سره په عامه پوهاوي کې مرسته نه کوي او دغه د عامه پوهاوي د ګومارنې په ازموينه کې د ځينو غير مسوولو کسانو د لاسوهنې مخه نه نيسي خو نېغ په نېغه يې د چا نوم وانه خيست.

ده وويل: ((موږ په ولسواليو کې د عامه پوهاوي لپاره مامورين ټاکو، خو ځيني کسان وايي چې زموږ په خوښه به يې ټاکئ. حکومت د دغو کسانو مخنيوی ولې نه کوي.))

ټاکل شوې ده، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٢٨مه، ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست