کندوز ښار (پژواک، ٧ غويى ٩) د تخار – کندوز پر لويه لاره د پوليسو پر يوه پوځي موټر چاودنه کې څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او لاره هم تړل شوې وه.
د کندوز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحمد حميدي د غويي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه مهال د يادې لارې په اوږدو کې د خان اباد ولسوالۍ د خواجه پستې په سيمه کې شوې وه.
هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شوي او لاره کې هم څه ستونزه پيدا شوې وه، خو د لارې د بشپړې بندېدو خبره يې رد کړه.
خو د کندوز د والي وياند سنت الله تيموري وايي چې چاودنه د پوليسو د ٨٠٨ زون پر يو هاموې موټر شوې وه چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
خو د يادې لارې مسافر وايي چې په سيمه کې د چاودنې ترڅنګ جګړه شوې او لاره هم د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.
د حبيب الرحمن په نامه يو مسافر چې له کندوز ښار څخه د تخار پر لوري روان و، پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې سخته جګړه وه او دواړه لوري پر يو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.
د هغه په وينا، لسګونه موټر او سلګونه مسافر بند پاتې وو .
وسله والو طالبانو دوه ورځې مخکې په ټول هېواد کې د الخندق په نامه پسرلني عمليات پيل کړي او ادعا کوې چې په تېرو دوو ورځو کې يې پر دولتي ځواکونو تر ٢٠٠ زيات بريدونه کړي او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.