ژبه

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

توسط امبن سمسور

مې 23, 2026 - 5:09 am

Views: 2

کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ـ کابل پر لویه لاره د یوې کرولا او ټیلر موټر د ټکر له امله شپږ تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل چې د یاده پېښه تېره ورځ د کابلکندهار پر لویه لار د دامان ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه کرولا او ټیلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.