کندوز (پژواک ٨ غويى ٩۷): د کندوز د قلعۀ ذال ولسوالۍ بازار نن سهار د وسله والو طالبانو لاسته ولويد، خو تر اوسه امنيه قومانداني او د ولسوالۍ اداري دفترونه د دولتي ځواکونو په لاس کې دي.
د کندوز ولايتي شورا غړي سيداسدالله سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا دوې بجې د ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ملي اردو پر يوه قرارګاه بريد وکړ.
هغه وويل چې طالبانو نن سهار دغه قرارګاه او وروسته د ولسوالۍ بازار تر خپل کنټرول لاندې راووست او قرارګاه يې سوځولې ده.
ده وويل چې دا مهال ( سهار شاوخوا نهه بجې) د ولسوالۍ پر تاسيساتو چې د بازار په يو کيلومترې کې د اقتېپې په سيمه کې موقعيت لري، د طالبانو بريدونه روان دي او دولتي ځواکونه ورسره مقاومت کوي.
د اقتېپې سيمه اوسېدونکى بابه ګلدي، هم وايي چې د ولسوالۍ بازار وسله والو طالبانو نيولى دى.
د هغه په وينا د جګړې له امله ډېرې کورنۍ له اقتېپې څخه تښتېدلي او نورو سيمو ته تللي دي.
خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي، وايي چې د ولسوالۍ بازار طالبانو نه دى نيولى.
د ده په وينا، طالبانو په اقتېپه کې د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد کړى او دا مهال نښته روانه ده.
هغه وايي چې دغه بريد د دولتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوى او نور دولتي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي.
login or register a new account.