ژبه

هلمند کې دوه ماشومان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

توسط حضرت محمد روحاني

مې 23, 2026 - 4:40 pm

Views: 2

لښکرګاه (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د هلمند امنیه قومانداني وایي، دوو ماشومانو د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او سنګين ولسوالۍ کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي نصيراحمد مهاجر وایي، يو دوه‌نيم کلن ماشوم د لښکرګاه ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند لښکري بازار سيمه کې د ويالې اوبو ته لوېدلی او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.

هغه زياته کړه، په بله پېښه کې چې د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې، يو ۱۳ کلن ماشوم د نهرسراج ولسوالۍ په يوه وياله کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او مړ شوی دی.

ده له خلکو وغوښتل چې د هلمند په سيند او لویو ويالو کې د اوبو د زياتوالي له امله دې د ځان او خپلو ماشومانو خونديتوب لپاره د اوبو له غاړو او خطرناکو سيمو لرې واوسي.