کندهار (پژواک، ۱۳ غویی ۹۷): د کندهار خبریالانو چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند د وژل کېدو په غبرګون کې د حکومت او وسله والو مخالفینو اړوند د خبرونو خپرولو سره پرېکون کړی و، نن یې په مشروط ډول پای ته ورساوه.
خبریالانو ګواښ وکړ که حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ګامونه وانخلي او د وژل شوو خبریالانو له کورنیو سره بنسټیزې مرستې و نه کړي نو یو ځل بیا به د هر راز خبرونو له خپرولو سره پرېکون وکړي.
دغه راز خبریالانو نن د مې درېیمه د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ د ارواښاد منان ارغند له قبر سره په خوا کې د ټولو وژل شوو خبریالانو په یاد ونمانځله.
په کندهار کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول سمېع غیرتمل د ناامنیو په وروستیو پېښو کې د خبریالانو وژل وغندل او هغوی یې د بیان د ازادۍ رښتیني قربانیان یاد کړل.
هغه زیاته کړه، وروستۍ دردونکې پېښې ثابتوي چې دلته نه یوازې خبریالان معلوماتو ته له لاسرسي بې برخې دي، بلکې ژوند یې هم په جدي توګه له ګواښ سره مخ دی.
ده یادونه وکړه، له همدې امله خبریالانو د یوې اوونۍ لپاره د هر راز خبرونو له خپرولو سره پرېکون کړی و، خو سمدستي دا پرېکون په مشروطه توګه له دې امله پای ته رسوي چې زیان یې ولس ته رسېږي.
ده ګواښ وکړ که حکومت د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ستونزې حل نه کړي، نو هغوی به یو ځل بیا د هر ډول خبرونو له خپرولو سره پرېکون وکړي او په ځانګړې توګه به د حکومت لویې غونډې تحریم کړي.
دغه راز د کندهار پریس کلب مسوول جاوېد تنویر وویل، افغان ژورنالېستان نن د مې درېیمه په داسې حال کې نمانځي چې په تېرو څو ورځو کې یې خپل یو شمېر همکاران له لاسه ورکړي دي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د وژل شوو خبریالانو له کورنیو سره دې بنسټیزې او اوږدمهالې مرستې وکړي.
په کندهار کې د ژورنالېستانو د ملي اتحادیې مسول صدیق الله خلیق بیا له حکومته غوښتنه وکړه چې د وژل شوو خبریالانو قاتلان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.
په ورته توګه ټولو خبریالانو په خپلو څرګندونو کې د کندهار تر څنګ د کابل او خوست د وروستیو پېښو چې یو شمېر خبریالان په کې ووژل او ژوبل شول، د جدي څېړنو غوښتنه کوي او پر ښکېلو لورو یې غږ وکړ چې خبریالان د خپلو اهدافو قرباني نه کړي او موقف ته یې درناوی وکړي.
عبدالمنان ارغند له کابل نیوز خصوصي تلوېزیون سره کار کاوه چې د غويي په ۵مه سهار له کور څخه دندې ته د تلو پر مهال د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې اړوند یارانه مارکېټ ته نږدې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
login or register a new account.