Language

کندهار د هېواد په کچه د کرکټ د لومړۍ درجې سیالیو د پایلوبې کوربه دی

کندهار (پژواک، ۱۸ غویی ۹۷): کندهار د ۲۰۱۸زېږدیز کال الکوزي، احمدشاه ابدالي "فرسټ کلاس" یا لومړۍ درجې سیالیو د پایلوبې کوربه دی چې د بند امیر او امو لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.

دغه سيالۍ شاوخوا دوې میاشتې مخکې پیل شوي او مخکنې پړاوونه يې په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د امو، بند امیر، مس عینک، سپین غر، بست او کابل زونونو  لوبډلو په ګډون تر سره شول.

د دغو سياليو څو ورځنۍ پايلوبه نن سهار د بند امير او امو لوبډلو تر منځ د کندهار په هغه کرکټ لوبغالي کې پيل شوه او راتلونکې شنبې به پاى ته ورسيږي، چې د هندوستان په یو میلیون ډالرو مرسته جوړ شوی او یوه میاشت مخکې پرانیستل شو.

د کندهار د کرکټ بورډ مسوول مسعود رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوبې پچه امو لوبډلې وګټله، لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او  تر دې مهاله یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې کړې دي.

د رحماني په وینا، د دغو سیالیو د لیدو لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ یو شمېر چارواکي او د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر پخواني لوبغاړي هم کندهار ته راغلي دي.

د امو زون لوبډلې لوبغاړي فضل نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې له خپلې لوبډلې سره کندهار ته راغلی او د دغو سیالیو پایلوبه همدلته کېږي.

ده زیاته کړه، دوی هلته یوازې پایلوبه نه کوي، بلکې خپلې تجربې هم د کندهار د تنکیو کرکټ لوبغاړو سره شریکوي.

د کندهار ښار د کرکټ یو مینه وال سعید احمد چې د دغو سیالیو نندارې ته راغلی، وايي، خوښ دی چې په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د مسلکي کرکټ اړوند سیالۍ تر سره کېږي.

login or register a new account.

Related Topics