کندهار (پژواک، ۱۸ غویی ۹۷): کندهار د ۲۰۱۸زېږدیز کال الکوزي، احمدشاه ابدالي "فرسټ کلاس" یا لومړۍ درجې سیالیو د پایلوبې کوربه دی چې د بند امیر او امو لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.
دغه سيالۍ شاوخوا دوې میاشتې مخکې پیل شوي او مخکنې پړاوونه يې په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د امو، بند امیر، مس عینک، سپین غر، بست او کابل زونونو لوبډلو په ګډون تر سره شول.
د دغو سياليو څو ورځنۍ پايلوبه نن سهار د بند امير او امو لوبډلو تر منځ د کندهار په هغه کرکټ لوبغالي کې پيل شوه او راتلونکې شنبې به پاى ته ورسيږي، چې د هندوستان په یو میلیون ډالرو مرسته جوړ شوی او یوه میاشت مخکې پرانیستل شو.
د کندهار د کرکټ بورډ مسوول مسعود رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوبې پچه امو لوبډلې وګټله، لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او تر دې مهاله یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې کړې دي.
د رحماني په وینا، د دغو سیالیو د لیدو لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ یو شمېر چارواکي او د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر پخواني لوبغاړي هم کندهار ته راغلي دي.
د امو زون لوبډلې لوبغاړي فضل نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې له خپلې لوبډلې سره کندهار ته راغلی او د دغو سیالیو پایلوبه همدلته کېږي.
ده زیاته کړه، دوی هلته یوازې پایلوبه نه کوي، بلکې خپلې تجربې هم د کندهار د تنکیو کرکټ لوبغاړو سره شریکوي.
د کندهار ښار د کرکټ یو مینه وال سعید احمد چې د دغو سیالیو نندارې ته راغلی، وايي، خوښ دی چې په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د مسلکي کرکټ اړوند سیالۍ تر سره کېږي.
login or register a new account.