ګردېز (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٧): د پکتيا مسوولين وايي، د دې ولايت د کار او ټولنيزو چارو له رياست څخه کابو ۳۰۰۰ نامستحق کسان پيسې اخلي.
د دې ولايت په کار او ټولنيزو چارو رياست کې د شهيدانو د وارثينو، معيوبينو او معلولينو د بايو مټريک سيستم، نن پرانيستل شو، چې د مسوولينو په وينا، په دې سره به په دې اداره کې د فساد مخه ونيول شي او اړوندو کسانو ته به خدمتونه په اسانۍ وړاندې شي.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رييس مجبوب سلامزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سيستم له فعالېدو سره به مستحق کسان له جعلي او نامستحقو هغو بېل شي.
ده زياته کړه، دمګړۍ له دې رياست څخه شاوخوا درې زره نامستحق کسان د شهید، معلول او معيوب مياشتنۍ پیسې اخلي.
دى وايي: ((په پکتيا کې تقريبا ۶۵۰۰ کسان لرم، زه په دې اطمينان لرم چې له دې سيستم سره به نيم په نيمه کتابچې مستردې شي؛ يو څوک به شهيد شوی وي، خو وارثينو به يې قانوني عمر پوره کړی وي يا به يې وارثين په حق رسېدلي وي؛ همدارنګه واقعي معلول او معيوب به وي، وکيل به يې نيولی وي له موږ سره، معلول به وفات شوی وي، خو وکيل به يې پيسې اخلي، دغه رقم کسان په همدې تعداد کې دي، موږ ډېره دقيقه بررسي روانه کړې ده او ان شاءالله له سيستم څخه به وځي.))
د ده په وينا، د مستحقو کسانو د مشخص کولو لپاره د ولسمشر له فرمان سره سم د بېلابېلو ادارو اته کسيز کمېسيون ټاکل شوی او د هغوی له وروستۍ پرېکړې وروسته به اړوند شخص له دوی سره ثبتيږي.
دى زياتوي: ((اته کسيز کمېسيون ته ټول اسناد ورکوو، هغوی يې بررسي کوي، که د هغوی اسناد سم او قانوني و، تاييدوي يې، که سم نه و، ردوي يې او که نيمګړي و، د پوره کولو لپاره يې استعلام او مکتوبونه ورکوو؛ کله يې چې کار خلاص شو، کوم کسان چې مستحق وګڼل شول، هغوی يا وارثين يې راغواړو، بايو متريک، راجستر او انلاين ډېټابېس کوو يې، چې په اينده کې به دوی موږ ته مراجعه نه کوي او له بانک څخه به خپل مياشتني حقوق تر لاسه کوي.))
سلامزي وويل چې پکتيا له پلازمېنې کابل وروسته دويم ولايت دی چې ياد سيستم په کې پلی کېږي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم د دې سيستم فعالېدل ګټور وګڼل او ويې ويل چې تر دې وړاندې ورته د جعلي کتابچو په اړه ډېر شکايتونه شوي دي.
ده پژواک ته وويل:((د جعلي اسنادو ډېرې ادعاوې موجودې وې، له دې سره به حقيقي مستحقو اشخاصو ته خپل حق ورسېږي او د بيت المال پيسې به بېځايه نه ضايع کېږي.))
د ګل محمد په نوم يوه معيوب پژواک ته وويل چې د خپلو پيسو د اخيستو لپاره يې ډېرې ستونزې ګاللې او هيله من دی چې د دې سيستم له فعالېدو سره به ورته اسانتيا رامنځته شي.
د شهيدانو ځينې وارثين، معلول او معيوب وګړي بيا دا شکايت هم کوي، چې د تېرو کلونو د څو میاشتو پيسې يې نه دي ورکړل شوې.
login or register a new account.