ژبه

بادغيس کې پنځه د ملي اردو سرتېري او شپږ طالبان وژل شوي

توسط عبداللطیف ایوبی

جون 6, 2018 - 1:39 pm

Views: 61

قلعه نو (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٧): د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او له وسله والو مخالفينو څخه شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي

دغه څرګندونې د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بېک پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل چې دغه مرګ ژوبله تېره شپه  په قرچغي سيمه کې د ملي اردو پر يوه پوسته د دولت وسله والو مخالفينو د بريد پر مهال اوښتې ده.

خو د سيمې يو اوسېدونکى وايي چې د ملي اردو د څلورو سرتېرو مړي او درې ټپيان يې ليدلي دي.

هغه وويل، په بريد کې شپږ  وسله وال مخالفين وژل شوي چې د څلورو مړي يې د جګړې پر ډګر پاتې دي.

په بادغيس کې د ملي اردو  د درېيمې لوا وياند جاوېد بيا په دغه نښته کې د ملي اردو د درېيو کسانو ټپي کېدل تاييدوي، خو وايي چې د اردو کسان په بريد کې نه دي وژل شوي.

هغه د وسله والو مخالفينو د تلفاتو په اړه يواځې دومره وويل چې د هغوى د څلورو کسانو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي.

login or register a new account.