ګردېز(پژواک،٢٩غبرګولى٩٧): د پکتيا د بېلابېلو قومونو مشرانو او ديني عالمانو په يوه ګډه ناسته کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ لنډمهاله اوربند وستايه او د سولې د خبرو په رسمي پيل يې ټينګار وکړ.
د ناستې ګډونوالو چې د پکتيا سربېره په کې د لوګر او کابل مېشتو قومونو ځينو مشرانو هم ونډه لرله، له وسله والو طالبانو د اوربند غځولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، ولس ته هغه څوک مسوول دی چې له اوربنده سرغړونه او تعرض کوي.
په دې غونډه کې د احمدزيو قومي مشر حاجي کلام خان د وسله والو له خوا د اوربند د پای ته رسولو په اعلان خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د اوربند د پای په اعلانولو خلک ډېر خپه شوي دي.
کلام خان وايي چې خلکو طالبانو ته زياته مينه او د خواخوږۍ احساس ورکړ او که هغوی بېرته جګړه پيلوي، له ولس سره جفا کوي.
ده زياته کړه: ((دا اوربند بايد تر هغه وخته اوږد شي چې دواړه خواوې سره کينې او وغږيږي او دايمي سولې ته ورسيږي، ټول خلک د اوربند په ختمېدو ډېر خپه دي؛ ځکه اوربند د ټولو په خير او ګټه دی، ولس ته هغه څوک مسوول دی چې تعرض وکړي او څوک چې تعرض کوي موږ يې مخالفت کوو.))
دغه راز بل قومي مشر مولوي ضياءالرحمن فاروقي وويل چې د اوربند په ورځو کې د امنيتي ځواکونو، طالبانو او ولس يو ځايي اختر لمانځنې او مينې وښوده چې افغانان خپلمنځي ستونزه نه لري، بلکې په روانه جګړه کې پردي لاس لري.
فاروقي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې وکړي او له هغه وروسته له دولت سره يو ځای بهرنيو ځواکونو سره د تفاهم له لارې د هغوی د وتلو نېټه وټاکي.
دی وايي:((خدای ته وګورئ، قران ته وګورئ دا خارجيان چې راغلي دا زموږ او ستاسې ښه نه غواړي؛ نو تاسو سولې ته ځانونه اماده کړئ او بيا ټول په ګډه له خارجيانو غوښتنه وکړئ چې موږ ته يو مهال وېش وټاکئ چې په دومره وخت کې له افغانستانه وځي.))
همدارنګه بل قومي مخور عبدالرحمن زرمتي څو ورځينی اوربند د ملت تر منځ د برلين دېوال د نړېدو او بېلتون له منځه تلو ته ورته وباله او له طالبانو يې وغوښتل چې د جګړې په بيا پيل دې د ملت تر منځ دېوال نه دروي.
زرمتی وايي: ((په افغانستان کې ډېر پاچاهان تېر شول، خو ان د يوې ورځې لپاره يې هم اوربند ونه شو کړی، اوس چې دا اوربند شوی بايد وغځول شي او د سولې لپاره له دې فرصته ګټه واخيستل شي.))
دغه راز قومي مشر خاواني جهاني له مشرانو وغوښتل چې د هر قوم د څو تنو استازو په مشري څو سوه کسيزه ډله چمتو کړي، څو په ګډه د طالبانو رهبري ته په جرګه ورشي او په کلکه ترې وغواړي چې جګړه بس او د سولې خبرې پيل کړي.
جهاني وايي: ((له هر قوم نه دې سل، سل کسان راووځي؛ موږ به له دې ځايه حرکت کوو، که د طالبانو تحريک په کويټه کې وي، که وزيرستان کې وي، که بل ځای کې، هلته به ځان رسوو. ملته نن فيصله ستا په لاس کې ده؛ ځکه دواړه سره جوړ دي، مسله له خارجيانو خرابه ده.))
login or register a new account.