Language

د پکتيا والي له يوه وسله وال بريده روغ ووت

پل علم - ګردېز (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : چارواکي وايي چې د کابل – ګردېز پر لويه لاره د پکتيا  والي شميم کټوازى له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې شميم کټوازى نن سهار له کابل څخه د ګردېز په لوري روان و، چې د لوګر ولايت په مربوطاتو کې پرې بريد شوى دى.

هغه زياته کړه،د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه هم شوې، خو والي له دې بريده روغ وتلى دى.

خو د لوګر امنيه قوماندان محمد ابدالي وايي چې د لوګر په مربوطاتو کې د پکتيا پر والي بريد نه دى شوى.

نوموړي پژواک ته وويل، نن سهار د څارنوالانو پر موټرو بريد شوى چې مرګ  ژوبله هم لري.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د هرې شنبې په ورځ يو امنيتي کاروان له کابل څخه د ګردېز پر لوري ځي چې په کې د لوګر او پکتيا امنيتي مسوولين وي او پر دغه کاروان  چې په کې والي هم و، بريد شوى دى.

تر اوسه ددې بريد مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.