Language

د دره صوف لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ونيول شو

مزار شريف ( پژواک، ۷چنګاښ۹۷)د سمنګان دره صوف پايين لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال بلخ کې نيول شوی دی.

په بلخ کې ځايي امنيتي چارواکي وايي چې تېره ورځ يې د دغه ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د سمنګان د دره صوف پايين ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نيولی دی.

د بلخ امنيه قوماندان اکرم سامع پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملا بصير تېره ورځ په کشنده ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو پر مهال ونيول شو.

هغه زياته کړه چې له  ملا بصير سره د هغه يو ساتونکی او دوه ميله وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلې ده.

د بلخ امنيه قوماندان زياتوي چې ملا بصير په بلخ او سمنګان ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو پر ضد په ډېری ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.