مزار شريف ( پژواک، ۷چنګاښ۹۷)د سمنګان دره صوف پايين لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال بلخ کې نيول شوی دی.
په بلخ کې ځايي امنيتي چارواکي وايي چې تېره ورځ يې د دغه ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د سمنګان د دره صوف پايين ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نيولی دی.
د بلخ امنيه قوماندان اکرم سامع پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملا بصير تېره ورځ په کشنده ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو پر مهال ونيول شو.
هغه زياته کړه چې له ملا بصير سره د هغه يو ساتونکی او دوه ميله وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلې ده.
د بلخ امنيه قوماندان زياتوي چې ملا بصير په بلخ او سمنګان ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو پر ضد په ډېری ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










