Language

په جون کې مرګ ژوبله ٢٨ سلنه کمه شوې، خو بيا هم ٢١٣٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٧): وړمه (مې) مياشت په افغانستان کې د جګړو له امله نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره مياشت تر ډېره د اوربند او روژې له امله دغه شمېره څه باندې ٢٠٠٠ ته را ټیټه شوې ده.

د افغانستان دولت د روژې مبارکې مياشتې له ٢٧ مې د اختر تر پنځمې (د جون له ١١ تر ١٩مې) د وسله والو طالبانو پر وړاندې او طالبانو د کوچني اختر په درېيو ورځو کې (د مې له ١٥ مې تر ١٧ مې) اوربند وکړ.

طالبانو د اختر د درېيمې ورځې په ماښام بيا د دولتي ځواکونو پر وړاندې بريدونه پيل کړل، خو دولت اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه. د دولت اوربند د مې په ٢٩مه پاى ته ورسېد.

د اختر په درېيو ورځو کې دولتي کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو او طالبان د دولت تر واکمنۍ لاندې سيمو او ښارونو ته ولاړل او د هغوى تر منځ اوربند په پوره ډول مراعات شو.

login or register a new account.