منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جون کې مرګ ژوبله ٢٨ سلنه کمه شوې، خو بيا هم ٢١٣٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٧): وړمه (مې) مياشت په افغانستان کې د جګړو له امله نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره مياشت تر ډېره د اوربند او روژې له امله دغه شمېره څه باندې ٢٠٠٠ ته را ټیټه شوې ده.

د افغانستان دولت د روژې مبارکې مياشتې له ٢٧ مې د اختر تر پنځمې (د جون له ١١ تر ١٩مې) د وسله والو طالبانو پر وړاندې او طالبانو د کوچني اختر په درېيو ورځو کې (د مې له ١٥ مې تر ١٧ مې) اوربند وکړ.

طالبانو د اختر د درېيمې ورځې په ماښام بيا د دولتي ځواکونو پر وړاندې بريدونه پيل کړل، خو دولت اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه. د دولت اوربند د مې په ٢٩مه پاى ته ورسېد.

د اختر په درېيو ورځو کې دولتي کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو او طالبان د دولت تر واکمنۍ لاندې سيمو او ښارونو ته ولاړل او د هغوى تر منځ اوربند په پوره ډول مراعات شو.

تر اوربند مخکې درنې جګړې روانې وې او له اوربند وروسته بيا د هېواد په ځینو ولايتونو کې جګړې پيل شوې دي.

د پژواک د راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تېره (جون) مياشت کې ١٩٨، خو په وړمه (مې) مياشت کې ٢٠٥ بېلابېل بريدونه شوي دي.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې په جون کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې ١١٨٩ کسان وژل شوي او ٩٤٤ نور ټپيان دي.

ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٦ کسانو نهو ته په مخامخ نښتو، درېيو ته په چاودنو او يوه، يوه ته په هدفي، هوايي او ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت تر نيمايي ډېر بريدونه په ننګرهار، فارياب، غزني، کندهار او جوزجان ولايتونو او پاتې نور په ٢٤ ولايتونو کې ترسره شوي، خو پژواک په دې مياشت کې له باميانو، دايکنډي، کاپيسا، پنجشېر او زابل ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه کړى.

د پوځي چارو شنونکى جنرال زلمى وردګ وايي، ننګرهار او کندهار کې ځکه بريدونه ډېر دي چې له يوې خوا له پاکستان سره پر پوله پراته دي او بل وسله وال مخالفين ښه اکمال کولاى شي.

دى وايي چې په ننګرهار او جوزجان او فارياب کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې شتون هم په دغو ولايتونو کې د بريدونو ډېروالي لامل بولي.

ده هغه په وينا، د دولت وسله وال مخالفين ځکه په غزني کې ډېر تحرکات لري او بريدونه کوي چې له دغه ولايت څخه کولاى شي د يوې مرکزي سيمې په توګه کار واخلي او شاوخوا ولايتونه وګواښي.

د وردګ په خبره، طبيعي ده، چېرې چې د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر وي، هلته دولتي ځواکونه هم ډېر تحرکات لري او بريدونه کوي.

د ملي دفاع وزارت غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول د ډېټا ژورنالېزم راپورونه