Language

“عربستان کې راټول شوي علما دې د افغانستان جګړې په اړه قاطع فتوا صادره کړي”

مزار شريف( پژواک، ۱۹چنګاښ۹۷): د بلخ مدني فعالان غوښتنه کوي چې په سعودي عربستان کې راټول شوي ديني عالمان بايد د افغانستان د جګړې په تړاو يوه ثابته او قاطع فتوا صادره کړي.

هغوى دغه غوښتنه داسې مهال مطرح کوي چې نن د چنګاښ په ۱۹مه د سعودي عربستان په جده ښار کې دافغانستان دجګړې په تړاو د لسګونه اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو تر منځ کنفرانس پيل شو.

د بلخ يو شمېر مدني فعالان چې د چنګاښ په ۱۹مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، په اسلامي هېوادونو يې تور پورې کړ چې د افغانستان په تړاو تر دې مهاله بې تفاوته پاتې شوي دي.

مزار شريف کې د افغانستان د ولسي بنسټ مشر نجيب پيکان وويل، اسلامي نړۍ بايد پوه شي چې افغانان د سيمې هېوادونو په بېلابېلو فتواو قرباني ورکوي او د يوې ناروا او تپل شوې جګړې له امله وژل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې سعودي کې راټول شوي ديني عالمان بايد د افغانستان د جګړې په تړاو يوه ثابته او قاطع فتوا وړاندې کړي.

د پيکان په خبره، افغانستان کې نور د جګړې د اوږدېدو تحمل نشته او د هغه په وينا روانه مسلمان وژنه بايد پای ته ورسېږي.

مدنی فعال سيد محمد يزدان پرست د يادې راټولېدنې په اوږدو کې وويل چې د افغانستان د روانې خونړۍ  جګړې  او د افراطيت پر ضد بايد ملي او نړيواله اجماع رامنځته شي.

د هغه په خبره، د ملي اجماع رامنځته کېدو سره به نه يواځې  په افغانستان، بلکې په  سيمه ييزه کچه د افراطيت، او نا امنيو مخه ونيول شي.

يزدان پرست زياته کړه: (( موږ په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د غونډې له ګډونوالو غواړو چې د افغانستان د جګړې او د مخالفينو د تمويل او تجهيز د مخنيوي په اړه قاطع فيصله وکړي.))

login or register a new account.