منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“عربستان کې راټول شوي علما دې د افغانستان جګړې په اړه قاطع فتوا صادره کړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

مزار شريف( پژواک، ۱۹چنګاښ۹۷): د بلخ مدني فعالان غوښتنه کوي چې په سعودي عربستان کې راټول شوي ديني عالمان بايد د افغانستان د جګړې په تړاو يوه ثابته او قاطع فتوا صادره کړي.

هغوى دغه غوښتنه داسې مهال مطرح کوي چې نن د چنګاښ په ۱۹مه د سعودي عربستان په جده ښار کې دافغانستان دجګړې په تړاو د لسګونه اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو تر منځ کنفرانس پيل شو.

د بلخ يو شمېر مدني فعالان چې د چنګاښ په ۱۹مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، په اسلامي هېوادونو يې تور پورې کړ چې د افغانستان په تړاو تر دې مهاله بې تفاوته پاتې شوي دي.

مزار شريف کې د افغانستان د ولسي بنسټ مشر نجيب پيکان وويل، اسلامي نړۍ بايد پوه شي چې افغانان د سيمې هېوادونو په بېلابېلو فتواو قرباني ورکوي او د يوې ناروا او تپل شوې جګړې له امله وژل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې سعودي کې راټول شوي ديني عالمان بايد د افغانستان د جګړې په تړاو يوه ثابته او قاطع فتوا وړاندې کړي.

د پيکان په خبره، افغانستان کې نور د جګړې د اوږدېدو تحمل نشته او د هغه په وينا روانه مسلمان وژنه بايد پای ته ورسېږي.

مدنی فعال سيد محمد يزدان پرست د يادې راټولېدنې په اوږدو کې وويل چې د افغانستان د روانې خونړۍ  جګړې  او د افراطيت پر ضد بايد ملي او نړيواله اجماع رامنځته شي.

د هغه په خبره، د ملي اجماع رامنځته کېدو سره به نه يواځې  په افغانستان، بلکې په  سيمه ييزه کچه د افراطيت، او نا امنيو مخه ونيول شي.

يزدان پرست زياته کړه: (( موږ په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د غونډې له ګډونوالو غواړو چې د افغانستان د جګړې او د مخالفينو د تمويل او تجهيز د مخنيوي په اړه قاطع فيصله وکړي.))

هغه همدا راز په ترکيې، روسيې، هند، سعودي،ناټو او امريکا متحده ايالاتو باندې غږ وکړ چې د افغانستان د ثبات لپاره دې جدي هڅې وکړي.

دغه راز مدني فعالې استاد زينب همراز بيا له طالبانو وغوښتل چې د ديني علماوو وروستيو پرېکړو ته په کتو دې له جګړې لاس واخلي.

هغه همدا راز له طالبانو غوښتنه وکړه چې د مذاکراتو مېز ته دې حاضر شي.

همراز د افغانستان جګړه ورور وژنه وبلله او په سعودي کې د جوړ شوي کنفرانس له ګډونوالو يې د يادې جګړې پای ته رسېدو هيله وکړه.

همدارنګه په دې غونډه کې مدني فعال سيد هاشم مقتدر بيا د هغو يو شمېر اسلامي هېوادونو په ديني علماوو نيوکه وکړه چې د سعودي عربستان په کنفرانس کې يې ګډون نه دی کړی.

هغه پژواک سره خبرو کې وويل چې افغانستان کې د مسلمان وژنې مسوليت د هغه چا پر غاړه دی، چې په وينا يې دلته يې د جګړې د روا والي فتوا ورکړې ده.

هغه زياته کړه: (( د اسلامي هېوادونه ديني عالمان بايد دا روښانه کړي چې د افغانستان جنګ روا دی که ناروا.))

مقتدر له افغان حکومت څخه هم غوښتنه وکړه چې د سولې برخه کې خپلو هڅو ته لا دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې سبا به هم په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په تړاو د نړۍ د علماوو تر منځ بحثونه وشي.

خو طالبانو بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دغو کنفرانسونو کې له ګډون کولو څخه انکار کړی دى .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه