کندهار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۷): په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن وايي چې امریکا له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو هڅې پيل کړې دي.
نوموړي دغه څرګندونې کندهار ته د سفر پر مهال وکړې چې د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د څو هېوادونو سفیرانو یې ملتیا کوله.
هغه د کندهار له والي، ملکي او نظامي چارواکو او مخورو سره پر افغان سولې او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
جنرال جان نیکولسن وویل، د امریکا متحده ايالات د افغان سولې د بریا لپاره هڅه کوي چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښېني.
خو هغه یادونه وکړه چې که طالبان د جګړې لار غوره کړي، نو دوی به یې د ځپلو لپاره د افغانستان له حکومت سره په ګډه اقدام وکړي.
ده وویل: ((د امریکا متحده ایالات د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي، تاسې خبر یاست، همدا نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې موږ اماده یو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړو.))
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وویل، د وسله والو ډلو پر وړاندې د پوځي عملیاتو تر څنګ له هغو وسله والو سره د سولې هڅې هم مخ ته وړي چې له جګړې لاس اخلي.
هغه زیاته کړه، افغانستان اوس د نظامي ملاتړ تر څنګ د نړۍ هغسې قوي سیاسي ملاتړ لري چې تر دې وړاندې یې د تاریخ په اوږدو کې کله هم نه درلود.
دی وايي، له همدې امله ده چې دښمن ګاونډی هېواد مو له سیاسي انزوا سره مخامخ دی او له همدې فرصت څخه په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره کار اخیستل په کار دي.
د یادونې ده چې نن امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز خبر ورکړى چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډیپلوماتانو ته ويلي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هڅه وکړي.
يادې رسنۍ د افغان او امريکايي سرچینو په حواله هم ليکلي چې د ټرمپ په تګلاره کې بدلون راغلی او هڅه کوي افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او سوېلي اسيا په اړه د ټرمپ د تګلارې يو کال پوره کېږي او ټاکل شوې ده راتلونکې مياشت دغه تګلار و ارزول شي.
login or register a new account.