Language

سلګونو اعتراض کوونکو د کندوز ولایت مقام دروازه تړلې

کندوز (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): په کندوز کې سلکونو اعتراض کوونکو د ولايت مقام دروازه تړلې او په مخکې یې خېمه هم درولې ده.

دغو کسانو وروسته له هغه اعتراض وکړ چې درې ورځې مخکې د کندوز ښار د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې انسان تښتوونکو د ولي احمد په نوم د يوه زرګر زوى وتښتاوه.

یوه اعتراض کوونکي امان الله پژواک ته وويل: ((زموږ اعتراض به تر هغه دوام وکړي، څو دغه هلک نه وي را خوشى شوى او په دغه ولايت کې د انسان تښتوونو مخه نه وي نيول شوې.))

ده وويل چې د کندوز ښار امنيتي وضعيت ته بايد جدي پاملرنه وشي څو د تښتونو مخه ونيول شي.

په دې اړه د کندوز د والي وياند نعمت الله پژواک ته وويل چې د تښتول شوي ماشوم د را خلاصولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.

ده وويل چې د دې پېښې په تړاو پوليسو تر اوسه يو کس نيولی چې پلټنې ترې روانې دي.

تيموري وايي: ((موږ له اعتراض کوونکو سره هم خبرې کوو، څو د ولايت دروازه بېرته خلاصه او خپله خېمه ټوله کړي.))

د يادونې ده، په تېرو شاوخوا درېيو مياشتو کې له کندوز ښاره لږ تر لږه لس کسان تښتول شوي چې ډېرى بيا د پيسو په بدل کې بېرته خوشي دي.

login or register a new account.