Language

فراه کې یو کیلو پیاز پر یوه افغانۍ شوي

فراه (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): د فراه کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د یو کیلو پیازو بیه یوه افغانۍ شوې او دوی نه شي کولای په دې بیې سره د پيازو د کښت راټولولو لګښت پوره کړي.

دوی د افغانستان دولت خپلو محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې پر نه پاملرنه تورنوي او وايي، د پیازو د ساتنې لپاره د ځانګړو زېرمو د نه شتون له امله د دوی زیار بې ګټې دی.

دوی وايي، تېر کال په همدغه موسم کې د یو کیلو پیازو بیه دوه افغانۍ وه؛ خو روان کال یوه کیلو پياز په یوه افغانۍ پلورل کېږي.

د فراه یوه کروندګر چې لسګونه خلطې پياز یې د یاد ولایت د منډوي ته راوړي وو، په فراه ولایت کې د پیازو د بازار په اړه پژواک ته وویل: ((پياز بې بیې دي، یوه کیلو پياز په یوه افغانۍ پلورم، افسوس چې څو میاشتې مو زیار او تکلیف کړی دی.))

هغه پر حکومت نیوکه کوي او وايي، سره له دې چې فراه یو کرنیز ولایت دی، خو له کروندګرو د دولت له نه ملاتړ او په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو نه شتون هر کال کروندګر او بڼوال زیانمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، څلوېښت ټنه پیاز یې هره کیلو پر یوه افغانۍ پلورلي او دغه پيسې یې کارګرو ته مزدوري او موټر ته کرایه ورکړې دي.

هغه وویل، همدا اوس په کرونده کې څلوېښت ټنه پیاز لري؛ خو نه غواړي چې له کروندې یې راټول کړي؛ ځکه د ساتنې لپاره یې سړه خونه نشته او پلور یې هم ان خپل لګښت نه پوره کوي.

نوموړي زیاته کړه: ((د لېږد پيسې لا پر ځای چې له کروندې څخه د راټولولو او په خلتو کې د ځای پر ځای کولو لپاره د کارګرانو پيسې نه پوره کوي نو ځکه دا ښه ده چې په کرونده کې بوی وکړي او خراب شي.))

په دغه ښار کې یوه بل پياز پلورونکي نثاراحمد چې د پشترود ولسوالۍ د کوشه کلي اوسېدونکي دی پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د خدای لپاره زموږ غږ تر چارواکو ورسوئ، له څو میاشتو زیار او لګښت وروسته د پیازو هره ۳۰ کیلو او ۲۹ کیلويي خلته په دېرش افغانۍ پلورو، ستا د په الله قسم وي چې دا انصاف دی؟))

نوموړی هم په فراه کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو نه شتون د اندېښنې وړ بولي او وايي، د فراه کروندګر د دولت د نه پاملرنې او سړو خونو نشتوالي له امله یوه کیلو پیاز په یوه افغانۍ پلوري، دغه پیاز پاکستان ته استول کېږي او درې یا څلور میاشتې وروسته همدغه پیاز بېرته افغانستان ته تر واردېدو وروسته یوه کیلو له څلوېښت تر پنځوس افغانۍ پلورل کېږي.

د فراه کروندګر وايي، د پیازو د بیې پر راکمېدو سربېره  په دغه ولایت چې د غويي او غبرګولي په میاشتو کې یو کیلو رومي بانجان  او بامیه پر درې یا څلور افغانۍ پلورل کېږي.

فراه د کرنې لپاره مناسب ولایت دی، په دغه ولایت کې پیاز، رومي بانجان، تور بانجان، بنډۍ او بادرنګ ډېر کرل کېږي او هندواڼه، خربوزه، انګور او انار یې هم ښه شهرت لري.

کروندګر او بڼوال له حکومته غواړي چې محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې دې پاملرنه وکړي او په دغه ولایت کې دې د کرنیزو او باغي محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي.

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس انجینر عبدالمتین په دغه ولایت کې د تل پاتې برېښنا نه شتون د سړو خونو د نه جوړېدو یو لامل بولي؛ خو وایي، ټاکل شوې ده په فراه ښار او په ځانګړي ډول د یاد ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې چې پياز پکې ډېر کرل کېږي ۲۰ سړې خونې جوړې شي.

نوموړي زیاته کړه، د تېر کال په پرتله سږ کال د پيازو حاصلات شاوخوا ۹۱زره ټنو ته رسېدلي دي چې د تېر کال دوه برابره شوي دي.

نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، په فراه کې د پیازو د حاصل زیاتېدل، پاکستان او ايران ته د هغه نه صادرول د پيازو د بیې د کمېدو لامل دي.

خو نوموړي زیاته کړه، د فراه ولایت ۸۰ سلنه پیاز هرات، کندهار، غزني او کابل ولایتونو ته صادرشوي دي؛ خو په دغه ولایت کې د ناامنۍ له امله د پيازو پېرلو ته د بهرنیو سوداګرو علاقه مندي کمه ده.

Related Topics