کندوز ښار (پژواک، ٧ زمرى ٩٧): کندوز ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه پوليس مړه شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د کندوز د ترافيکو مديريت د حادثاتو امر محمد ياسين د زمري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د عامه نظم يو هاموې ټانک چې له کندوز ښار څخه د ابدان دښتې پر لور روان و، د لارې په اوږدو کې د بې احتياطۍ له امله چپه شوى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه د عامه نظم پوليس مړه شوي او شپږ نور پوليس ټپيان دي او ټانګ يې هم تخريب شوى دى.
دغه راز د کندوز د حوزوي روغتون سرطبيبې مرضيې يفتلي پژواک ته وويل چې په له دې پېښې څخه دوه مړي او شپږ ټپيان دوى ته انتقال شوي دي.
هغې وويل چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن