کندهار (پژواک، ۸ زمری ۹۷): د کندهار ښار د ظاهر شاهي کانال پر سړکونو د لمریزو څراغونو د لګولو چارې پیل شوې او په څلورمه ناحیه کې بیا یو تفریحي پارک پرانیستل شو.
په دې مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د کندهار سرپرست ښاروال نسیم رضايي، د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال، یو شمېر چارواکو او د سیمې مخورو ګډون کړی وو.
د کندهار والي زلمي ویسا د ظاهرشاهي کانال پر سړکونو د سولر څراغونو د نصب چارو د پيل کولو پر مهال وویل، دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي لګښت پلې کېږي چې ۹۷ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي او د دریو میاشتو په موده کې بشپړېږي.
هغه زیاته کړه، د دغې پروژې په پلې کېدو سره به د شپې له پلوه د ظاهرشاهي کانال دواړو غاړو ته عځېدلي سړکونه رڼا شي چې خلکو ته به اسانتیا رامنځته شي او د ښار ښکلا به ورسره ډېره شي.
نوموړي د دغې پروژې پر ښه کیفیت ټینګار وکړ او دغه راز د مخکیني ښاروال انجنیر روښان ولسمل او اوسني سرپرست ښاروال نسیم رضايي څخه یې مننه وکړه چې خلکو ته یې د خلکو په خوښه خدمات وړاندې کړي دي .
د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضایي وویل، پر ظاهر شاهي کانال د سولر څراغونو لګولو پروژه د پاک او زرغون ښار د پروګرام په چوکاټ کې تر سره کېږي چې نړیوال بانک یې حمایه کوي.
هغه زیاته کړه، د دغه کانال پر دواړو غاړو به ۸۸ پايې سولر څراغونه نصب شي چې ټولټال ۲،۵ کیلومتره ساحه به روښانه کړي.
د همدې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې ورځ تر بلې د کندهار ښار نفوس او ترافیک پر زیاتېدو دي، د شپې له پلوه د دغو سړکونو روښانه کولو ته اړتیا وه.
دی وايي، دغه چاره به د امنیت په خوندیتوب کې هم مرسته وکړي.
بل خوا د کندهار والي د یو شمېر چارواکو په ملتیا د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې یو پارک هم پرانیست چې تازه یې د جوړولو چارې بشپړې شوي دي.
ویسا وویل، دغه تفریحي پارک په ۵ زره متره مربع ځمکه کې د ۷۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نړیوال بانک په مالي مرسته د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي د خلکو له اړتیا او خوښې سره سم په ښه توګه خدمات وړاندې کړي چې دا تفریحي پارک هم د خلکو په غوښتنه جوړ شوی دی.
login or register a new account.