Language

د مزار ښار  اوسېدونکي: نا امنيو مو کاروبار زيانمن کړى

مزارشريف (پژواک، ۱۲وږی ۹۷): د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي چې د ښار د وروستيو نا امنيو، غلاوو او وژنو له امله يې کاروبار ته زيان اوښتی دی.

دوی زياتوي، کله هم چې خپل کاروبار ته ستنېږي؛ نو د وېرې احساس کوي او د کورنۍ غړي ورسره په تشويش وي.

د بلخ ولايتي شورا رييس هم د مزارشريف ښار وروستی وضعيت د اندېښنې وړ بولي او له امنيتي ځواکونو د جرايمو د کنټرول برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

په تېرو دوو اونيو کې مزارشريف ښار د يو شمېر امنيتي او جنايي پېښو شاهد و چې له امله يې د ښاريانو اندېښنې زياتې شوې دي.

د مزارشريف اوسېدونکي وايي چې د يادو نا امنيو له امله يې ورځني کاروبار زيان ليدلی او زياتوي چې کله هم خپلو ورځنيو چارو ته د رسېدو په موخه له کوره وځي، نو د کورنۍ غړي ورسره په اندېښنه کې وي.

په تازه پېښو کې له تېرو درېیو ورځو راهيسې پوليسو د ښار په څلورمه ناحيه کې د پخواني جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اخترمحمد ابراهيم خېل کور محاصره کړی.

د دغه قوماندان کور ته ورغلې ټولې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي چې له امله يې د ښار په دې برخه کې د خلکو حضور هم کمرنګه دی.

د بلخ پوليس هڅه کوي چې د ابراهيم خېل زوی د پيسو د غلا په تور ونيسي، خو شمال کې د محاذ ګوند مسوول دغه اقدام د ځان پر وړاندې دسيسه بولي.

د دې تر څنګ دوه ورځې وړاندې د مزارشريف ښار د مخابراتو څلورلاره کې د يوه خصوصي ټلوېزيون رييس هم د څو وسله والو له خوا وهل شوی دی.

د مهر ټلوېزيون رييس مصطفی محب پژواک ته وويل چې د ښار په دې له ګڼې ګوڼې ډکې ساحه کې له خپلې مېرمنې سره په موټر کې سپور و چې د څو وسله والو تر فزيکي بريد لاندې راغی.

هغه زياتوي، وسله والو ځکه وواهه چې د بېروبار له امله يې د هغوی موټر ته لار نه وه ورکړې.

د ښار دغه وضعيت ته په کتو ښاريان له امنيتي ځواکونو او د بلخ له چارواکو د ستونزې د حل غوښتنه کوي.

login or register a new account.