مزارشريف (پژواک، ۱۲وږی ۹۷): د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي چې د ښار د وروستيو نا امنيو، غلاوو او وژنو له امله يې کاروبار ته زيان اوښتی دی.
دوی زياتوي، کله هم چې خپل کاروبار ته ستنېږي؛ نو د وېرې احساس کوي او د کورنۍ غړي ورسره په تشويش وي.
د بلخ ولايتي شورا رييس هم د مزارشريف ښار وروستی وضعيت د اندېښنې وړ بولي او له امنيتي ځواکونو د جرايمو د کنټرول برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
په تېرو دوو اونيو کې مزارشريف ښار د يو شمېر امنيتي او جنايي پېښو شاهد و چې له امله يې د ښاريانو اندېښنې زياتې شوې دي.
د مزارشريف اوسېدونکي وايي چې د يادو نا امنيو له امله يې ورځني کاروبار زيان ليدلی او زياتوي چې کله هم خپلو ورځنيو چارو ته د رسېدو په موخه له کوره وځي، نو د کورنۍ غړي ورسره په اندېښنه کې وي.
په تازه پېښو کې له تېرو درېیو ورځو راهيسې پوليسو د ښار په څلورمه ناحيه کې د پخواني جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اخترمحمد ابراهيم خېل کور محاصره کړی.
د دغه قوماندان کور ته ورغلې ټولې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي چې له امله يې د ښار په دې برخه کې د خلکو حضور هم کمرنګه دی.
د بلخ پوليس هڅه کوي چې د ابراهيم خېل زوی د پيسو د غلا په تور ونيسي، خو شمال کې د محاذ ګوند مسوول دغه اقدام د ځان پر وړاندې دسيسه بولي.
د دې تر څنګ دوه ورځې وړاندې د مزارشريف ښار د مخابراتو څلورلاره کې د يوه خصوصي ټلوېزيون رييس هم د څو وسله والو له خوا وهل شوی دی.
د مهر ټلوېزيون رييس مصطفی محب پژواک ته وويل چې د ښار په دې له ګڼې ګوڼې ډکې ساحه کې له خپلې مېرمنې سره په موټر کې سپور و چې د څو وسله والو تر فزيکي بريد لاندې راغی.
هغه زياتوي، وسله والو ځکه وواهه چې د بېروبار له امله يې د هغوی موټر ته لار نه وه ورکړې.
د ښار دغه وضعيت ته په کتو ښاريان له امنيتي ځواکونو او د بلخ له چارواکو د ستونزې د حل غوښتنه کوي.
حامد په مزارشريف کې ټکسي چلوي، له هغه نه مو پوښتنه وکړه چې د ښار شته نا امنيو يې پر کاروبار څه اغېز کړی.
هغه پژواک ته وويل، له کوره د راوتو پر مهال يې د کورنۍ ټول غړي په تشويش کې وي چې دی به بېرته روغ رمټ ورشي او که نه.
د نوموړي په وينا، د ټيلېفون، نقدو پيسو او نورو وسايلو غله په رڼا ورځ خلک لوټي او ډېری يې په تېښته هم بريالي کېږي.
هغه وويل: ((زه خپله ټکسي چلوم، پخوا به مې د شپې تر ۱۱ بجو پورې کار کاوه؛ خو اوس د ماښام له مانځه مخکې ځان کور ته رسوم، وېرېږم، چې د روزي ګټلو دغه وسيله رانه څوک پټه نه کړي.))
نوموړی د مجرمينو پر وړاندې د پوليسو پر اقداماتو هم نيوکه کوي او زياتوي چې ورځ تر بلې ښار کې ستونزې زياتېږي.
محمد اکرم د ښار بل اوسېدونکی دی چې د مزارشريف د څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې د بقالۍ دوکان لري.
هغه وايي چې له تېرو درېیو ورځو راهيسې يې د سړکونو بندېدو له امله د سل روپيو سودا هم نه ده پلورلې.
نوموړي زياته کړه: ((کور ته د ډوډۍ پيدا کولو همدا يوه لار لرم، په کومه ورځ مې چې سودا ونه شي، نو فکر وکړه چې شپې ډوډۍ نه شم اخيستی؛ خو دا درېيمه ده چې دوکان خلاصوم خو مشتريان نه راځي.))
عاطفه د مزارشريف بله اوسېدونکې ده چې له غلو سره د مخامخ کېدو وېره ورسره ده.
هغې پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې يې له يوې خورلڼې څخه په رڼا ورځ د ښار په منډوي سيمه کې غلو ټيلېفون او دستکول تښتولی دی.
نوموړې زياتوي چې له هماغې پېښې وروسته دا هم وېرېدلې او له ډېر عاجل کار پرته ښار ته نه وځي.
عاطفه وايي: ((ملګرې مې کيسه راته وکړه چې غلو تومانچه راته ونيوله، ټیلېفون او لاسي دستکول يې رانه واخيست او وتښتېدل.))
هغه زياتوي چې د ياد وضعيت په دوام سره د خلکو ستونزې نورې هم زياتېږي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم د ښاريانو دغه ټولې ستونزې تاييدوي.
هغه پژواک ته وويل چې د نورو لاملونو تر څنګ د امنيتي ځواکونو ضعيف مديريت هم د دې سبب شوی چې ښار کې جنايي پېښې زياتې شي.
ده زياته کړه چې د روان ناسم وضعيت له امله خلک په تشويش دي.
دى وايي: ((د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو زياتېدل، مزار ښار ته له نورو سيمو څخه د خلکو زيات راکډه کېدل او همدا راز د امنيتي ځواکونو د مديريت ضعف له امله ستونزې زياتې شوې.))
نوموړي زياته کړه چې د خلکو ستونزې او اندېښنې يې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکې کړې او هغوی يې د حل کېدو ژمنه ورسره کړې ده.
د بلخ د ولايتي شورا رييس له امنيتي ځواکونو همدا راز غواړي چې د مجرمينو د نيولو پر مهال له جديت او قاطعيت څخه کار واخلي.
نوموړي د پوليسو له لوري مزارشريف کې د محاذ ګوند د مسوول د کور کلابندۍ ته په اشارې وويل چې ممکن دغه ستونزه نن او سبا د خبرو له لارې حل شي.
د بلخ امنيتي چارواکي هم تر يوه بريده د ښار د ناسم وضعيت په اړه د خلکو اندېښنې مني، خو زياتوي چې د ډېری پېښو مجرمين د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې پوليس هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي، څو د خلکو ژوند نا ارامه کړي.
هغه زياته کړه چې د ښار په ټولو ساحو کې د پوليسو خدمات فعال دي او د هر ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنيوی کوي.
دراني وويل: ((څومره چې خلک تشويش کوي، جرايم نه دي زيات شوي، موږ تقريباً د هرې پېښې عاملين نيولي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي.))
نوموړی له عامو خلکو هم غواړي چې له امنيتي ځواکونو سره د امنيت د ټينګښت په برخه کې مرسته وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










